د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته هغه افغانان چې له نړۍوالو مرستندویه موسسو، بهرنیو ځواکونو او نورو ماموریتونو سره یې دندې کړې اوس د طالبانو له لوري له جدي ګواښ، نیونو او ځورونو سره مخ دي.
د ګارډین ورځپانې د راپور له مخې د بهرنیانو دغه افغان متحدین چې اوس مهال په افغانستان کې له سختو جدي ننګوونو سره مخ دي نیوکه کوي، چې د لېږد بهیر یې د خنډ او ځنډ تر څنګ له بې برخلیکه حالت سره مخ دي.
یادې ورځپانې د محمد ابراهیم په نوم د اسټرالیا هېواد اړوند ماشومانو یوې موسسې د ژباړن د ژوند په تړاو راپور خپور کړی دی.
نوموړي له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۵ کار پورې له اسټرالیایانو سره دنده کړې وه، هغه له خپلو بهرنیو همکارانو سره کلي په کلي ګرځیدو، ماشومانو ته یې د واکسینو په برخه کې فعالیتونه کول او له قومي مشرانو سره د خبرو اترو پر مهال یې ژباړه هم کوله.
د هغه د دندې پر مهال بهرنیو مرستندویه ادارو له مېرمنو سره نغدي مرستې هم کولې.
د راپور له مخې نوموړی اوس مهال د خپل کاري شالید له امله له مرګوني ګواښونو سره مخ دی. ابر اهیم وایي: «په دغو پروژو کې کار کول زما لپاره ویاړ و. ما د خپل هېواد د ماشومانو لپاره خدمت کړی او اسټرالیا د ماموریت برخه وم. اوس طالبان موږ کافران بولي، ځکه له بهرنیانو سره مو کار کړی دی.»
راپور کاږي چې ابراهیم یې له خپلې مېرمنې امنې او دوه اولادونو سره د پخواني جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته اوس له خپل اصلي استوګنځای څخه کډه شوي او په پټه ژوند کوي.
نوموړی یو ځل د پناه غوښتنې قضیې د مخته وړلو په موخه پاکستان ته هم تللی و، خو ځايي پولیسو بېرته خپل هېواد ته شړلی دی.
د اسټرالیا هېواد له لوري هغه ته د «سیمه ییز کارکوونکي» رسمي سند هم ورکړی، چې په ډاګه کوي د دوی له ماموریت سره یې دنده کړې او اوس یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.
له یوه لوري د هغه قضیه د افغانستان دننه مخ ته نه ځي او له بل لوري ورته ویل شوي چې له افغانستان ورته وتل هم ګواښ پېښولی شي.
ګارډین ورځپانې ویلي، چې د افغانانو لپاره د اسټرالیا د بیا مېشتیدنې پروسه له سختې بې نظمۍ او اوږده ځنډ سره مخ ده.