د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د ملي پراختیا ستراتیژۍ مسوده د بحث او ارزونې لپاره وړاندې شوې.
یاد سند د اقتصادي کمېسیون له لوري د وړاندې شویو نظریاتو او تعدیلاتو په پام کې نیولو سره، په رسمي ډول تایید شوی.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال دفتر نن د سې شنبې په ورځ، د وري ۲۶مه، یوه خبرپاڼه خپره کړې چې پکې ویل شوي، د عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوې ده.
په خبرپاڼه کې د ملي پراختیا ستراتیژۍ مسوده یو پراخ، واحد او اوږدمهاله سند بلل شوی، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغانستان د بنسټیزو ملي اهدافو د ټاکلو او تر لاسه کولو په موخه چمتو شوې.
دغه سند د طالبانو د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونیت تر مشرۍ لاندې، د اقتصاد وزارت سکرتریت او د سکټوري وزارتونو په همغږۍ ترتیب شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه ستراتیژي داسې یو افغانستان انځوروي چې باثباته، هوسا او له سیمې او نړۍ سره د ښو اړیکو لرونکی وي.
د مسودې موخې د اسلامي شریعت د تطبیق، اغېزمنتیا، روڼتیا او حساب ورکونې تامین، همداراز له سیمهییزو او نړیوالو سره د اغېزناکو اړیکو پراختیا، د سولې او امنیت ټینګښت، د کارموندنې او اقتصادي ودې هڅونه، د طبیعي سرچینو مدیریت، بنسټیزو خدمتونو ته پراخ لاسرسی، د صنعت او سوداګرۍ وده، د زیربناوو پراخېدل او سیمهییز اتصال یاد شوي دي.
د طالبانو د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، دا مسوده د منظورۍ لپاره د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده دفتر ته لېږل شوې ده.