محمود خان اڅکزی: په پنجاب او سند کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند روان دی

۱۲ ساعتونه مخکې

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د پاکستان په پنجاب او سند ایالتونو کې چې له افغان کډوالو سره کوم غیر انساني چلند کیږي هغه دوی ته د منلو وړ نه دی.

اڅکزي پاکستان ته په اشارې وویل:« تاسې افغانان دلته راوستل او د اسلام د مجاهد لقب مو ورکړ، نن یې شړئ.»

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي نن د وري پر ۲۶مه پر اېکس لیکلي چې افغانانو په پاکستان کې په میلیاردونو روپۍ پانګونه کړې ده او ددوی د شتمنیو د غصبولو فکر دې څوک نه کوي.

اڅکزی وايي:« د پاکستان حکومت، په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو اداره او افغان حکومت باید سره کېنې او د دې میلیونونو خلکو لپاره دې حل لاره ومومي».

محمود خان اڅکزی وايي چې دوی به د دې غیر انساني چلند په کلکه مخالفت کوي او د افغان کډوالو د جبري ایستلو په صورت کې به د عدالت نړیوالې محکمې ته مراجعه وکړي.

هغه وویل چې « که دوی نړيوال عدالت ته ونه رسیږي، موږ به د بهر میشتو افغانانو څخه وغواړو چې د عدالت نړیوالې محکمې ته ورشي».

اڅکزي پاکستان ته په اشارې ویلي چې افغانان ښه او بد نه هېروي.

د رپوټونو پر بنسټ افغانان د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې له ځورونې او د ملکیتونو له غصب سره مخامخ دي.

نور خبرونه

رادیو