د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي پوځ د بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۰ فلسطینیان وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان شوي دي.
دغه وزارت ویلي، خبریال احمد منصور چې د دوشنبې په ورځ د سوېلي غزې په خان یونس کې د ناصر روغتون ته نږدې د رسنیو پر خیمه د اسراییلي برید پر مهال سخت سوځېدلی و، له سختو ټپونو وروسته مړ شو.
په غزه کې د ۱۷ میاشتو راهیسې روانه جګړه کې تر اوسه ۲۱۱ فلسطینی خبریالان وژل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اسراییلي پوځ د بریدونو له امله تر اوسه لږ تر لږه ۵۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي؛ خو د غزې د حکومتي رسنیو دفتر وايي چې د وژل شمېر له ۶۱ زرو اوښتی دی.
بل لور ته د اسراییل لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدلي او ټرمپ ویلي، چې د غزې جګړه ښايي ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، چې جبري بېځایه کول او د جګړې دوام د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.