د ایران ولسمشر مرستیال، محمدرضا عارف د دغه هېواد خراسان ولایت ته د خپل سفر پرمهال له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا افغانستان سره د سرحدي ولایتونو د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
عارف له ګاونډیو سره د اړیکو په پیاوړتیا کې د سرحدي ولایتونو د واليانو پر رول د ټینګار ترڅنګ وویل: «موږ هیلهمن یو چې خراسان رضوي به په نړۍواله همکارۍ کې پر یوې بریالۍ الګو بدل شي.»
هغه څرګنده کړې، چې د پزشکیان حکومت د خراسان رضوي ولایت د ملي اقتصاد او پرمختګ په برخو کې د لوړېدو او له ګاونډیو هېوادونو سره په سوداګریزو اړیکو کې د یاد ولایت د ښهکېدو هڅه کوي.
د ایران ولسمشر مرستیال د دغه هېواد د تمدني سیمې ۳۰۰ مېلیونه نفوسلرونکي بازار ته په اشارې ټینګار کړی، چې هېواد یې د خدماتو او توکو په صادرولو، په ځانګړې توګه فني او انجنیرۍ خدماتو کې ژمن دی او په وینا یې، له دغه بازاره باید په متقابل ډول ګټه واخیستل شي.
دا څرګندونې داسې مطرح کېږي چې د ایران د خراسان رضوي او سوېلي ولایتونو چارواکو او طالبانو ترمنځ اړیکې پراخې شوې دي.
د یادونې ده، چې ایران د نړۍ د نورو هېوادونو غوندې د طالبانو واکمني په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې په رسمیت نه ده پېژندلې، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته د تهران او کابل راشه-درشه ورځ تر بلې پراخېږي.