پاکستان داسې افغانان هم له دغه هیواده باسي چې افغانستان یې لا نه دی لیدلی

۲۲ ساعتونه مخکې

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په روانو پراخو عملیاتو‌ کې داسې کسان هم ایستل کېږي، چې په ټول ژوند یې افغانستان نه دی لیدلی.

عرب نیوز له داسې دوو افغان وروڼو سره مرکې کړې، چې په پنجاب کې زیږېدلي او هلته لوی شوي دي.

د عرب نیوز د راپور له مخې، میرعلي او اصل میر دوه هغه افغان وروڼه دي، چې په پاکستان کې زېږیدلي او له کلونو راهیسې یې دغلته ژوند کاوه، خو بیا یې هم د یاد هېواد تابعیت ترلاسه نه کړ. 

میرعلي چې په پنجاب ایالت کې د مري په سیاحتي ښار کې زېږېدلی، تورخم کې له ډیورنډ کرښې د اوښتلو پر مهال یې وویل: «ما نه غوښتل چې راشم، خو مجبور شوم. ورور مې قانع کړم چې افغانستان ته لاړ شو او اسناد برابر کړو، او د خپل وطن تابعیت خو واخلو،ځکه که دواړه تابعیتونه له لاسه ورکړو، نو ستونزو سره به مخ شو».

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) او د کډوالۍ نړۍوالې ادارې (IOM) د ګډ راپور له مخې، یوازې د اپرېل په لومړیو ۱۲ ورځو کې له ۶۳ زرو ډېر افغانان چې قانوني اسناد یې نه درلودل، له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ویل ګیږي، چې د دغو افغان کډوالو د ستنېدو اصلي دلیل د نیول کېدو وېره ده.

اصل میر چې ۴۰ کاله ژوند یې په پاکستان کې تېر کړی، د ایستل کیدو دغې پرېکړې په ژوره توګه خپه کړی دی.

هغه وویل: «راتلونکی ډېر تریخ ښکاري. د خپلو اولادونو د تعلیم په اړه اندېښنه لرم. هڅه کوو، چې په افغانستان کې یې تعلیم ته دوام ورکړو».

د پاکستان حکومت وايي، چې د افغان کډوالو د ایستلو لامل په هېواد کې د وسله والو بریدونه او هغه جرمونه دي، چې ګواکې افغانانو ترسره کړي دي. خو طالبانو او ایستل کیدونکو افغانانو بیا دا تورونه رد کړي او دا یې «جبري ایستل» بللي دي.

د کډوالو د جبري ایستلو په بهیر کې دغه دواړه وروڼه اوس بېرته افغانستان ته ستانه شوي،‌ او هیله لري چې طالبان به د دوی لپاره د نوې ژوندانه زمینه برابره کړي.

میرعلي چې ننگرهار ته رسېدلی وايي: «په کابل کې یې زموږ لپاره یو پروګرام جوړ کړی، وایي مرسته به راسره وشي. هېڅ نه لرو، یواځې له حکومته غواړو چې موږ ته ځمکه، کور او کار راکړي».

افغانستان چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له سخت بشري ناورین، بې روزګارۍ او لوږې سره مخ دی، دا ویره شته چې د بېرته ستنیدونکو سره به دغه وضعیت لا کړکېچن شي.

ویل کېږي طالبان په کور دننه د افغان کډوالو د اړتیاوو پوره کولو او ستونزو د حل توان نه لري.

یوازې نړۍوالې مرستندویه ادارې دي، چې خپلو بشري مرستو ته یې دوام ورکړی او دغو سازمانونو هم اندیښنه ښودلې، چې په لویه کچه د ستنیدونکو څپو کې به دوی هم د ډېرې مرستې وړتیا ونه لري.

نور خبرونه

رادیو