د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د پاکستان لهخوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو په اړه د پاکستان په حکومت نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې پاکستان دې افغان کډوالو ته د تابعت د ورکولو په موخه پالیسي جوړه کړي او دوی ته دې تابعت ورکړي.
د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشت افغان کډوالو جبري بېرته سنتولو پروګرام پېل کړي. په ټولو ښارونو کې د پولیسو له لورې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات روان دي، چې په دې تېرو دوه اونیو کې نږدې ۶۰ زره افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
ایمل ولي خان د پاکستاني حکومت لهخوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول ظالمه کړنه یاده کړې او ویلي یې دي چې افغان کډوالو ته دې د پاکستان تابعت ورکړل شي.
نوموړی وایي: « ظالم که هر څوک دی خلاف یې یوو، مظلوم که هر څوک دی ملګري یې یوو، دا کیسه د دوه جملو نه ده او دوه اړخیزه غلطي ده په کې، خو دا نه ده چې د هغې نتیجه دې دا را ووځي، زه اوس هم دا وایم چې پاکستان ته پکار ده چې پالیسي جوړه کړي.»
هغه د پاکستان حکومت په اشارې زیاته کړه: « هغه خلک چې تا دلته راوستي دي، تا ورته دلته د اوسیدو زمینه برابره کړې، که په دې کې څوک تابعت غواړي ورته ور یې کړه، د پاکستان تابعت دی څه د امریکا تابعت خو نه دی، چې څوک پسې مړه شي.»
ایمل زیاتوي: «هغه خلک چې په افغانستان کې څه نه لري او ځان پاکستانیان ګڼي، دوی به هلته چاته ځي؟ باید رحم وشي، ټول خلک دې راټول شي او یوه پالیسي دې په اتفاق جوړه کړي او عمل دې پرې وکړي.»
نوموړی وایي چې ایالتي حکومت دې د افغان کډوالو په اړه هغه څه نه وایي چې عمل پرې نشی کولی، باید مسولانه برخورد وکړي.
تر دې وړاندې په خېبر پښتونخوا کې د ایالتي حکومت اعلی وزیر امین ګنډاپور اعلان کړی و، چې افغان کډوال دې جبري بېرته نه ستنول کیږي.
د یوې پوښتنې په ځواب کې چې افغانان په ترهګرۍ کې ښېکل دي؟ ایمل ولي خان وویل:« زه دا خبره نشم تاییدولی او مخالفت یې کوم خو پاکستانیان په ترهګرۍ کې ښکېل دي او هم افغانان په کې ښکېل دي، زموږ خاوره کانونه لري ځکه دلته نا امني ده.»
یاده دې وي چې له تېرو درې میاشتو راپدې خوا د پاکستان په ټولو ښارونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې پولیسو کور په کور تالاشۍ شروع کړي، افغان کډوال نیول کیږي او جبري بېرته افغانستان ته ستانه کیږي. رسمي ارقام ښيي چې په تېرو دوه اونیو کې د پاکستان حکومت نږدې ۶۰ زره افغان کډوال جبري د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړي.
همدا ډول په افغانستان کې د کډوالو اړوند ادارو ارقام ښيي چې له تېر ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې اته لکه افغان کډوال پاکستان جبري افغانستان ته ستانه کړي.
که څه هم ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د پاکستان دغه اقدام غیرې قانوني او غیرې انساني بللی او له پاکستان یې غوښتي چې دغه لړۍ ودروي خو تر اوسه د پاکستاني حکومت په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.