د طالبانو لاس ته ورغلې امریکایي وسلې خرڅې شوې او یا هم قاچاق شوې دي

۴ ساعتونه مخکې

د بي بي سي انګریزۍ څانګې د یوې نوې څېړنې له مخې، وايي شاوخوا پنځه لکه میله امریکایي وسلې، چې د افغانستان مخکني جمهوري حکومت له سقوط وروسته د طالبانو لاس ته ورغلې وې، اوس ورکې دي او یا پر ځینو ترهګرو ډلو پلورل شوي، یا هم قاچاق شوې دي.

ملګري ملتونه هم تاییدوي، چې ځینې دغه وسلې د القاعده اړوندو ډلو لاس ته ورغلې دي.

د افغانستان د مخکني جمهوري حکومت یوه چارواکي بي ‌بي‌ سی ته ویلي، چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال وروسته شاوخوا یو میلیون وسلې او پوځي تجهیزات ترلاسه کړي، چې ډېری یې د امریکا له لوري ورکړل شوي وو.

له هغه مهاله، چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې بیا پر افغانستان واکمن شول، ډېری افغان سرتېرو خپلې وسلې پرېښودې یا یې طالبانو ته تسلیم کړې.

همداراز یوه اندازه تجهیزات د امریکایي ځواکونو له وتلو سره سم افغانستان کې پرېښودل شول.

د دغو وسلو ډېره برخه امریکا جوړې کړي چې M4 او M16 ډوله ټوپکونه او نور پوځي وسایل په کې شامل دي.

د بي بي سي د سرچینو په وینا، طالبانو د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې یوې پټې غونډې ته په دوحه کې منلې چې شاوخوا نیمایي دغه وسلې اوس «نامعلومه» دي.

د کمېټې یوه غړي ویلي، چې د وسلو موقعیت نه دی معلوم او دا موضوع له نورو سرچینو هم تایید شوې ده.

د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو راپور ښيي، چې پاکستاني طالبانو د ازبکستان اسلامي تحریک، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د انصارالله یمني وسله ‌وال هم د طالبانو له لارې د پخواني حکومت له پاتې وسلو ګټه اخلي، یا یې هم له تورو بازارونو پيري.

خو د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي: «ټولې سپکې او درنې وسلې خوندي دي. د وسلو د قاچاق یا ورکېدو ادعاوې په کلکه ردوو».

سره له دې، د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال په راپور کې راغلي، چې طالبانو خپلو ځايي قوماندانانو ته اجازه ورکړې، څو ۲۰ سلنه ضبط شوې وسلې له ځان سره وساتي او دا کار د وسلو د تور بازار پراخېدو لامل شوی دی.

یو پخواني خبریال په کندهار کې ویلي، چې د طالبانو تر راتګ وروسته تر یو کال پورې د وسلو ازاد بازار فعاله و، خو اوس دا راکړې ورکړې پټې شوې دي او یا د خواله رسنیو (وټساپ) له لارې ترسره کېږي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) ویلي، چې وسلې لږې دي خو په ۲۰۲۲ کال کې یې اعتراف کړی و، چې د کره معلوماتو ترلاسه کولو کې پاتې راغلي، ځکه چې وسلې بېلابېلو امریکایي ادارو برابرې کړې وې.

سیګار همدا راز پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت په دې تورن کړی، چې د وسلو د څار په برخه کې یې لس کاله بې ‌پروايي کړې ده.

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ بیا په وار وار یاده کړې، چې غواړي دغه تجهیزات او وسلې بېرته ترلاسه کړي.

هغه ادعا کړې، چې د ۸۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې دي. ټرمپ زیاتوي: «که لازمه وي، د بېرته راوړلو لپاره به یې لګښت وکړو، خو دا تجهیزات به بېرته راوړو».

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان له دولتي ټلویزیونه سره په خبرو کې ویلي: «موږ ته دا وسلې له پخواني حکومت څخه راپاتې دي او د هېواد د دفاع لپاره به ترې استفاده کوو».

طالبانو څو ځله د امریکا پاتې شوې وسلې نندارې ته ایښي دي په ځانګړي ډول په بګرام پوځي اډې کې د ځینو مراسمو پر مهال، چې دغه ډلې د خپلې بریا د نښې په توګه ښکاره کولې.

بي بي سي زیاتوي، سره له دې چې د امریکا دفاع وزارت ادعا کوي، د وتلو پر مهال یې وسلې غیرفعاله کړې وې، خو طالبان توانېدلي چې له پاتې تجهیزاتو یو پیاوړی پوځ جوړ کړي او د ملي مقاومت جبهې او د داعش خراسان څانګې ته ماتې ورکړي.

راپور کې راغلي، لا هم سلګونه هاموي زغروال موټر، ماین ضد MRAP وسایط او بلک‌ هاک چورلکې په کندهار کې شته، خو طالبان د فني پرسونل د کمښت له امله نه شي کولای ترې پوره ګټه واخلي.

خو طالبانو له سپکو وسلو او ساده وسایطو، لکه هاموي څخه په ښه توګه ګټه اخیستې او پخپلو عملیاتو کې یې کارولي دي.

سره له دې چې ټرمپ لا هم ټینګار کوي، چې وسلې باید بېرته راوړل شي خو د سیګار پخوانی مشر جان ساپکو وايي، چې دا هڅې به تر وسلو زیات لګښت ولري او بې ‌ګټې به وي.

اوس هم دا اندېښنې شته، چې دغه وسلې د سیمې نورو سختدریځو ډلو لاس ته ور نه شي او د ناامنۍ لامل ونه ګرځي.

پاکستان هم د افغانستان یو له هغو ګاونډیو هېوادونو دی، چې په پاکستان کې له پاتې شویو امریکایي وسلو څخه سرټکوي او په وار وار یې شکایتونه کړي، چې د دوی په خاوره کې د شویو ترهګریزو بریدونو پر مهال بلوڅ بېلتون پالو او «ټي ټي پي» پاتې شوې امریکایي وسلې کارولې دي.

نور خبرونه

رادیو