د ۱۸ کلن افغان اعتراف: د امریکا د ټاکنو په ورځ مې د ترهګریز برید پلان درلود

۷ ساعتونه مخکې

د عبدالله حاجي‌زاده په نوم د امریکا یوه دایمي افغان استوګن، په يوې محکمه کې اعتراف کړی چې له داعش څخه یې په الهام اخیستو پلان درلود چې د امریکا د ټاکنو په ورځ ترهګریز برید ترسره کړي. نوموړی د متحده‌ ایالاتونو د ټاکنو په ورځ د برید له‌پاره د وسلو د اخیستلو پر هڅې تورن شوی و.

د امریکا د عدلیې وزارت په اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۸مه) خپره شوې، راغلي چې دوه کسان د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې نیول شوي وو.

د محکمې د اسنادو له مخې، حاجي‌زاده او د هغه ۲۷ کلن ملګری نصیراحمد توحیدي چې دواړه افغانان دي، دوه کلاشينکوفونه، د مرمیو لس بکسې او ۵۰۰ مرمۍ تيارې کړې وې. دوی پوهېدل چې دا وسلې او مهمات به د داعش ډلې په استازولۍ د ۲۰۲۴ کال د نوامبر په ټاکنو کې وکارول شي.

حاجي‌زاده چې د نیول کېدو پرمهال ۱۷ کلن و، وروسته تر هغې یې خپل جرم ومانه چې قانوني بالغ ګڼل کېده. اوس به د یو بالغ شخص په توګه محاکمه کېږي چې ډېره سزا به یې ۱۵ کاله بند او ۲۵۰ زره ډالره جریمه وي.

همداراز، ویل کېږي چې دا تنکی افغان ځوان د خپلې سزا له پای ته رسېدو وروسته افغانستان ته د اېستلو له ګواښ سره هم مخ دی.

توحیدي چې د حاجي‌زاده همکار دی او د محکمې پرېکړې ته په تمه دی، د داعش له‌پاره د مهماتو د برابرولو پر هڅې تورن شوی او ښايي تر ۲۰ کاله بند سره مخ شي. همداراز، د جرم د ترسره کولو لپاره د وسلو د اخیستو په قضیه کې د ۱۵ کلونو بند سزا ورته اورل شوې ده.

د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې د اوکلاهوما ایالت یوه قاضي امر کړی و چې ناصراحمد توحیدي دې په بند کې پاتې شي. سوزان میچل ویلي و چې د توحیدي د محاکمه‌ کېدو له‌پاره کافي احتمالي دلایل لري.

قاضي دا پرېکړه وروسته له هغه صادر کړې، چې د اېف‌بي‌ای یوه ځانګړي مامور د توحیدي د فعالیتونو په اړه شهادت ورکړی دی. د اېف‌بي‌ای مامور ویلي چې توحیدي د مهماتو د ترلاسه کولو او د امریکا د ټاکنو پر ورځ د برید ترسره کولو پلان جوړاوه.

د اېف‌بي‌ای مامور ډېرېک وایلي شاهدي ورکړی چې توحیدي په فرانسه کې د یوې تر څار لاندې قضیې سره تړاو درلود چې په پایله کې یې په دې میاشت کې د هغه د دوو وروڼو په ګډون درې کسان نیول شوي وو. دا درې واړه په فرانسه کې د ترهګریز برید پر پلانولو هم تورن شوي وو.

نور خبرونه

رادیو