چین وايي د خپلو ګټو لپاره د امریکا خلاف «تر پایه جګړه» کوي

پرون

چین د سې شنبې په ورځ وویل چې بیجنګ به د خپلو ګټو د ساتنې لپاره د امریکا خلاف «تر پایه جګړه» وکړي او ځوابي تدابیر به ونیسي.

دا اعلان داسې مهال دی، چې ډونالډ ټرمپ پر چینایي وارداتو د ۵۰ سلنې اضافي تعرفې خبرداری ور کړی.

د چین د سوداګرۍ وزارت وویل، چې د امریکا د تعرفو زیاتولو ګواښ تېروتنه دهاو داد «بلیک مېل» کولو طبیعت ښکارندويي کوي. وزارت زیاته کړې، چې «که امریکا خپله لاره تعقیب کړي، چین به تر پایه وجنګیږي».

چین، چې د نړۍ دویم لویاقتصادي ځواک دی، ځوابي تعرفې اعلان کړې دي او وزارت په خپل وروستي بیان کې اشاره وکړه چې ممکن نور تدابیر هم اخیستل شي.

د چین د سوداګرۍ وزارت وویل: «د چین ځوابي تدابیر د خپل حاکمیت، امنیت او پراختیايي ګټو د ساتنې لپاره دي او د نړیوالې سوداګرۍ د عادي نظم ساتلو لپاره هم دي. دا ټول تدابیر په بشپړه توګه مشروع دي».

د ټرمپ د ۵۰ سلنه اضافي تعرفو خبرداری د دې لامل شوی چې د نړیوال اقتصادي انډول په لټه کې اوسنی اقتصادي حالت لا پسې کړکېچن شي.

د بیجینګ په کوڅو کې خلک وايي چې دوی دا هرڅه انګیري، خو د خپل هېواد پر وړتیا باور لري چې دا کړکیچ بې خطره وڅاري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د ټرمپ له ادارې سره د خبرو اترو په اړه وویل: « زه فکر نه کوم هغه څه چې امریکا یې کوي، د رښتینو خبرو اترو اراده وښیي».

د اروپا کمسیون رییسې اورسولا فن دیر لیین د چین له لومړي وزیر سره د ټیلفوني خبرو په ترڅ کې د یوه عادلانه سوداګریز سیسټم د ملاتړ اړتیا په ګوته کړې ده. هغې ویلي چې د چین د تعرفو پر وړاندې د امریکا اقدامات باید د خبرو له لارې حل شي.

په ورته وخت کې، اروپايي ټولنې د امریکا د تعرفو په ځواب کې د ۲۵ سلنه اضافي تعرفو وړاندیز کړی.

چینایي تولیدوونکي، چې د لوښو، غالیو او نورو توکو په تولید بوخت دي، د ټرمپ د تعرفو له امله پر متبادلو لارو غور کوي.

د رویټرز د رپوت له مخې، د ونډو بازارونه، چې په دې وروستیو ورځو کې یې شدید ټکانونه خوړلي وو، نن بیا په ثبات سره روان دي. د شانګهای او توکیو په ګډون په اسیایي مارکیټونو کې ښه والی راغلی، په داسې حال کې چې د انډونیزیا مارکیټونه ټکني شوي دي.

نور خبرونه

رادیو