د پاکستان لومړي وزیر سیمه ییزو او بهرنیو پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې د پاکستان په پراخو طبیعي زیرمو کې پانګونه وکړي، چې ارزښت یې ټریلیون ډالرو ته راسیږي.
شریف د پاکستان د معدنونو د پانګونې فورم غونډې ته په وینا کې وویل چې دا کار به د پاکستان د پورونو په خلاصولو کې مرسته وکړي.
د جیو نیوز د رپوټ له مخې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په اسلام اباد کې د پاکستان د کانونو د پانګونې فورم دوه ورځنۍ غونډې ته وویل چې پاکستان به اجازه ورنه کړي چې څوک خام مواد له دغه هیواده بهر ولېږدوي.
هغه وویل چې په هر ډول تړون کې به دا هم شامله وي، چې د کانونو د استخراج لپاره به نوي ټېكنالوژي هم پاكستان ته انتقالوي.
هغه وویل، متشبثین به د مسلکي زده کړو د مرکزونو په جوړولو سره د ځوانانو د عصري مهارتونو د روزنې لپاره د ګډو همکاریو فرصتونه رامنځته شي.
شهباز شریف په دې خبره زور راوړو چې مرکزي او ایالتي حکومتونه به له نورو ادارو سره په ګډه کار کوي چې پاکستان د نړۍ په يو مخکښ هېواد بدل کړي.
دې غونډې ته د پاکستان مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار وویل چې دغه هېواد د پراخو غیر استخراج شويو کانونو په ظرفیت سره د بهرنیو پانګونو جلبولو لپاره چمتو دی.
ډار وویل چې پاکستان د پالیسي اړوند اصلاحاتو او پر پانګوالو متمرکزو نوښتونو له لارې د کانونو سکتور ستراتیژیک پرمختګ ته لومړیتوب ورکړی.
د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر دې غونډې ته وویل، « موږ نړیوالو سازمانونو ته هرکلی وایو، چې پاکستان په خپل تخصص سره روښانه کړي، د پانګونې فرصتونه وپلټي، او زموږ د پراخو سرچینو ظرفیت په پراختیا کې زموږ ملګرتیا وکړي».
نوموړي وويل چې د پاکستان د کاني شتمنیو د استخراج لپاره انجینرانو، جیولوجستانو، اپریټرانو او ډېرو ماهرو کان کیندونکو ته اړتیا ده او له همدې امله د بلوچستان ۲۷ زده کوونکي په بهر کې د معدنياتو د اکتشاف په برخه کې روزنه ترلاسه کوي.
د پاکستان د کانونو د پانګونې فورم دوه ورځنۍ غونډه کې د سیمې هېوادونو د استازو ترڅنګ د اروپايي هېوادونو او امریکايي بېلابېلو کمپنیو استازو هم ګډون کړی و.