د کندهار ناسته؛ حقاني «د خپلې خوښې خلاف او د نورو په منځګړتوب» له هبت‌الله سره لیدلي

۳ ورځې مخکې

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې سراج‌الدین حقاني له هبت‌الله اخوندزاده سره د لیدو غوښتنه نه وه کړې، بلکې د دفاع وزیر یعقوب مجاهد او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق د منځګړيتوب له لارې دغه لیدنه ترسره شوې.

د سرچینو په وینا، د طالبانو مشر د کورنیو چارو وزیر له خوا د ګومارنو د ځانګړي کمیسیون د جوړولو غوښتنه رد کړې ده.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د طالبانو لوړپوړي امنیتي چارواکي، یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق، کندهار ته لاړل او له هبت‌الله اخوندزاده سره یې ولیدل.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و چې سراج‌الدین حقاني هم په دې امنیتي غونډه کې ګډون کړی او خپل رپوټ یې د طالبانو مشر ته وړاندې کړی دی.

خو سرچینو تایید کړې چې سراج‌الدین حقاني د یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق په هڅو غونډې ته حاضر شوی و، نه د خپلې خوښې له مخې.

حقاني له دې ناستې مخکې د اوږده وخت لپاره ځان منزوي کړی و او لږ تر لږه دوه میاشتې یې د هبت‌الله اخوندزاده په مشرۍ هیڅ غونډه کې ګډون نه و کړی.

سرچینې وايي چې د طالبانو مشر د حقاني، یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق تر مشرۍ لاندې ځانګړي کمیسیون د جوړېدو مخالفت کړی. همداراز د ټولګډونه حکومت او د ښځو د حقوقو په اړه اختلافات هم لا پر خپل ځای پاتې دي.

د سرچینو په وینا، هبت‌الله اخوندزاده په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې « زه د هېڅ شي په اړه معامله نه کوم. دا زما پرېکړه ده، زه امیر یم او باید زما خبره ومنل شي».

دا لیدنه د جمعې په شپه، د وري میاشتې پر اتمه نېټه ترسره شوې وه او د بې‌باورۍ او اختلافاتو د کمولو هڅې هم پکې شوې دي.

همداراز، سرچینو تایید کړې چې عبدالحق وثیق له ډېرې مودې راهیسې هڅه کوي چې د حقاني او هبت الله اخوندزاده ترمنځ منځګړيتوب وکړي.

نور خبرونه

رادیو