د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې ځایي ادارې افغانانو ته امر کړی، چې یا دې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي، یا به په زور ایستل کېږي.
د ځایي ادارې د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱،۰۱۷افغانې کورنۍ دا مهال په «غیر قانوني» ډول په لنډي کوتل کې مېشتې دي.
د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر عدنان ممتاز ویلي هغه افغانان چې د افغان تابعیت کارډ (ACC) لري یا هیڅ قانوني اسناد نه لري، باید د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شي او که دا کار ونه کړي پرضد به یې قانوني ګامونه واخېستل شي.
نوموړي زیاته کړې چې تر دې دمه یوازې دوې کورنۍ، یوه له لنډي کوتل او بله له باړې نه، په خپله خوښه له ټاکل شوې نېټې (۳۱ مارچ ۲۰۲۵) وروسته بېرته افغانستان ته تللې دي.
د نېشن ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د « ناقانونه افغان کډوالو» د ایستلو لړۍ د تورخم له لارې روانه ده او تر اوسه ۳،۰۵۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
یوه پاکستاني سرحدي امنیتي چارواکي ویلي، هغه موټر چې د افغانانو د کورنیو سامانونه یې وړل او د لنډمهاله داخلې سندونه یې نه درلودل، تورخم ته نهدي پرېښودل شوي. ددوی توکي په لاسګاډو کې د تورخم له پورې خوا نه بلې خوا ته لېږدول شوي دي.
افغان کډوال پر پاکستاني امنیتي ادارو تور لګوي، چې د کور توکي نه ورپریږدي چې افغانستان ته یې له ځان سره ولیږدوي.