خالد ځدراڼ: پاکستان قبایلي سیمې د جنګیالیو ډلو د چتر په توګه د افغانستان خلاف کارولې

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپل تازه چاپ شوي کتاب کې وايي، چې پاکستان له وزیرستان او نورو قبایلي سیمو نه د نړۍ د بېلابېلو جنګي، جهادي ډلو لپاره د چترۍ په توګه کار اخېست. ځدراڼ وايي، پاکستان تل په خپله غېږ کې د افغانستان د نظام دښمنانو ته پناه ورکړې.

خالد ځدراڼ په دغه کتاب کې، چې د «۱۵ دقیقې» په نامه تازه خپور شوی، په حقاني شبکه کې د خپلو فعالیتونو، جګړو، عملیاتو، د امریکايي زنداني بووا برګډال او ددې شبکې د جګپوړو غړو د وژل کېدو په اړه خپلې خاطرې او یادښتونه راغونډ کړي دي.

خالد ځدراڼ وايي، پاکستان په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د مختلفو جنګي ډلو تر چتر لاندې غوښتل هغو ډلو ته د فعالیت او پټېدو زمینه مساعده کړي چې په افغانستان کې یې د امریکا او ناټو ځواکونو پر خلاف جګړې کولې.

ځدراڼ وايي، کله چې به امریکا پر پاکستان فشار راوست، چې په قبایلي سیمو کې د امریکا او د افغانستان د دولت مخالفان پټ دي نو اسلام اباد به ځواب ورکړ چې دا ازادې قبایلي سیمې دي او د پاکستان دښمنان هم دلته میشت دي.

نوموړی زیاتوي، چې پاکستان « په دې چل امریکا او غربي نړۍ د لنګې غوا په څېر لوېشله».

د طالبانو دغه برحاله چارواکی وايي، پاکستان په قبایلي سیمو کې امریکا ته د مطلوبو کسانو او مرکزونو په کواردینات ورکولو پیسې او امکانات ترلاسه کول او په پښتون مېشتو سیمو کې د ناامنیو له امله لوېديزې نړۍ هم دا منله چې په قبایلو کې مېشتو وسله ‌والو جنګي ډلو د پاکستان امنیت هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

ځدراڼ وايي، « د پاکستان له جوړېدو راهیسې د دوی بهرنۍ پالیسي پر دې را څرخي چې په ګاونډ کې د هند په څېر قوي او په خپلو پښو ولاړ افغانستان و نه لري. په افغانستان کې یو قوي او په خپلو پښو ولاړ نظام په هيڅ صورت پاکستان ته د منلو وړ نه دی، ځکه دوی همېشه په خپله غېږ کې د افغانستان د نظام دښمنانو ته پناه ورکړې ده».

نوموړي زیاته کړې، چې « د پاکستان لوی هدف په افغانستان کې د نظامونو نړول دي، هغه که د هر چا وي».

دغه طالب چارواکی او د حقاني شبکې غړی وايي، پاکستان پوهیږي چې پښتانه په ډېورنډ نه بېلېږي او د افغانستان هيڅ واکمن او نظام د ډېورنډ له داعیې نه تېرېږي .

نوموړی وايي، چې د طالب له حضور نه پاکستان په دې سیمه کې ګټې پورته کړې او د خپلو استخباراتي ادارو کسان یې د طالب په جامه کې په دې سیمه کې ځای پر ځای کړل چې د پاکستان د پالیسیو مخالف کسان پرې ووژني.

خالد ځدراڼ په خپل کتاب کې وايي، چې دا لړۍ پاکستان جاري ساتي، خو یوازې یې بڼه بدلوي.

د ۱۵ دقیقې په نامه دغه کتاب کې خالد ځدراڼ ادعا کړې، چې د حقاني شبکې جګپوړی غړی نصیرالدین حقاني په اسلام اباد کې د ملي امنیت د پخواني رییس رحمت الله نبیل د پلان له مخې وژل شوی و.

نور خبرونه

رادیو