طالبان وايي د ازبکستان سفیر سره یې د درملو او طبي توکو پر واردولو خبرې وکړې

۲ ساعتونه مخکې

طالبان وايي د دې ډلې د حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي، په کابل کې د ازبکستان له سفیر اویبیک عثمانوف سره په لیدنه کې افغانستان ته له ازبکستان د درملو او طبي توکو د واردولو په برخه کې پر لا زیاته همکارۍ خبرې کړې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبه د وري په ۱۸ مه په خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړه لوري د افغانستان د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت پر لوړولو هم غږېدلي دي.

د طالبانو عامې روغتیا وزیر له ازبکستان سره د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې بللې دي.

په خبرپاڼه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلال په حواله لیکل شوي:«موږ د افغانستان د روغتیایي برخې پیاوړتیا لپاره د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، باکیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا لرو چې د دوه اړخیزو ښو اړیکو او همکاریو پر اساس کولای شو دې برخه کې پرمختګ ترسره او ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړو.»

نور جلال جلالي زیاتوي، چې هغه درمل چې له ازبکستان او نورو هېوادونو افغانستان ته واردېږي؛ باید اقلام او شرکتونه یې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو په معینیت کې ثبت او راجسټر شي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د کتنې په پای کې ازبکستاني پلاوي هم د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې او د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړلو او باکیفیته درملو صادرولو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو