اسماعیل بقايي: افغان کډوال په ایران کې د مېلمنو په توګه له ټولو خدماتو برخمن دي

۲ ورځې مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د یاد وزارت د جنوبي اسیا د څانګې عمومي مدیر له طالبانو سره د اوبو، کډوالو او امنیت پر مسایلو خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه خبري ناسته کې وویل، چې کابل ته د محمد رضا بهرامي سفر د ایران او افغانستان پر دوه اړخیزو مسایلو متمرکز و.

نوموړي زیاته کړه، « د کډوالو، اوبو او امنیت په څېر بحثونه په دې خبرو اترو کې مطرح شول».

بقايي وايي، چې افغان کډوال په ایران کې د مېلمنو په توګه له ټولو خدماتو برخمن شوي دي. نوموړی وايي، «د کډوالو په برخه کې مهم ټکی ددوی قانوني بهیر دی او ایران هڅه کوي چې د قانوني تګ او راتګ لارې چارې اسانه کړي».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې ایران په افغانستان کې د نوې کونسلګرۍ د پرانېستلو هوډلري، وویل، « موږ له هیڅ رسمي مرجع نه داسې کوم وړاندیز نه دی ترلاسه کړی، په مختلفو هېوادونو کې د استازولیو جوړول د مشخصو ضوابطو تابع دي او په دې برخه کې هیڅ پلان نه لرو».

نوموړي له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په اړه وویل، چې د هغوی او سیمې امنیت د ایران د ملي امنیت یوه نه بېلېدونکې برخه ده او تهران هیڅ وخت د ګاونډیو هېوادونو خلاف بریدونو کې د چا د ایتلاف برخه نه دی ګرځېدلی او تل یې د ښه ګاونډیتوب پر سیاست ټینګار کړی.

رویټرز تېره ورځ د یوه ایراني چارواکي له قوله خبر ورکړی و، چې تهران د سیمې هېوادونو ته د امریکا له احتمالي برید سره د همکارۍ په صورت کې د بدو پایلو خبرداری ورکړی.

بقايي دغه راز وویل، چې ګاونډیان هم دې ته ځیر دي چې «تفرقې» یې له ایران سره د اړیکو د ترینګلتیا لامل ونه ګرځي.

نور خبرونه

رادیو