طالبان: تېر کال افغانستان ته څه باندې ۳۴ زره بهرنیانو تګ راتګ کړی

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د احصايې او معلوماتو اداره وايي، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د ۵۹۸ ښځو په ګډون ۱۸ زره او ۸۴۶ بهرني وګړي افغانستان ته د کار او سیل لپاره تللي او د ۳۸۲ ښځو په ګډون، ۱۵ زره او ۵۶۵ نور له دغه هېواد وتلي دي.

د دې ادارې د اعلامیې له مخې په دې کسانو کې۲ زره او ۷۲۱ تنه د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار لپاره افغانستان ته تللي دي.

دا دفتر نن په خپله اعلامیه کې زیاتوي، په دغو سیلانیانو کې ۱۸ زره او ۳۹۲ کسان له ځمکنیو لارو او ۴۵۴ نور د هوا له لارې افغانستان ته تللي.

طالبان وايي، افغانستان ته د کار لپاره د تللیو کسانو شمېر تر ټولو ډېر او ۱۰ زره او ۶۴۱ ته رسېږي چې ډېری یې ډرایوران دي او د کار په موخه د نیمزور له بندر افغانستان ته تللي دي.

له نیمروز وروسته له تورخم هم افغانستان ته څلور زره ۳۴۵ بهرنیان تللي چې ۱۳۲۵ یې سیلانیان دي: «ور پسې درې زره او ۵۸ نور د هرات د ځمکنیو بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور بهرني وګړي د حیرتان بندر او د بلخ هوايي ډګر، د فاریاب له اقینې او د بدخشان له اشکاشم بندرونو او د کابل او کندهار هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.»

د طالبانو واکمنېدو سره په افغانستان کې د امنیت له امله دغه هېواد ته پر اسیايي هېوادونو سربېره د امریکا او اروپا وګړي هم د سیل لپاره ځي.

که څه هم طالبان افغان مېرمنو ته د پارک او چکر اجازه نه ور کوي، خو له بهرنیو سیلاتي مېرمنو سره یې وخت ناوخت پر ګډو انځورونواو ویډیوګانو خلک نیوکې کوي.

نور خبرونه

رادیو