د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې (اېف اې او) خبرداری ورکړی، چې د مراکشي ملخانو خپرېدو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې کروندو ته جدي ګواښ پېښ کړی دی.
د دغه سازمان د راپور له مخې؛ ملخان اوس د « زېږېدو» په پړاو کې دي او ښایي، چې په کندوز، بغلان، تخار، سمنګان او بلخ ولایتونو کې کروندو ته زیان ورسوي.
د کرنې او حیواني درملو متخصص ډاکټر لاجبر مومند افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل:« موږ په عامه اصطلاح کې دغو ملخانو ته د قحطۍ ملخان وایو. اوږدې پښې او پیاوړی بدن لري، چې تر ډېره ژېړ او یا شین رنګي وي. د دوی د نفوس کچه ډېره ژر لوړېږي، چې د بېلابېلو بوټو، د غنمو او نورو کښتونو له پاڼو خپل خواړه برابروي.»
ډاکټر لاجبر زیاتوي:« کله چې د دغه ملخانو شمېر زیات شي؛ نو د دوی په ټولنیز سلوک کې هم بدلون راځي، چې بیا په ډلهییزه توګه حرکت کوي او کروندې له منځه وړي.»
هغه وویل:« دغه ملخان د کرنې لپاره د یوه جدي ګواښ په توګه ګڼل کېږي؛ ځکه چې دوی د کښتونو پراخې سیمې په څو ورځو کې له منځه وړي، د دوی د یرغل موخه په ځانګړې توګه غنم، جوار او نور اړین کرنیز محصولات وي.»
ډاکټر لاجبر د قحطۍ ملخانو د ډېرېدو د مخنیوي په اړه وایي، چې د حشرو ضد درمل، د مرغانو ډېرښت او د کښتونو په مدریت کې بدلون کولای شي د مراکشي ملخانو د یرغل مخه ونیسي.
په همدې حال کې د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې ویلي، چې د بېړنيو تدابيرو په پلي کولو سره هڅه کوي د دغه افت د خپرېدو مخه ونيسي؛ ترڅو د څړځايونو او د کليوالو د خوراکي توکو امنيت خوندي کړي.
دغه سازمان له ښاریانو او کروندګرو هم غوښتي، چې په سیمهییزه کچه د مخنیوي تدابیر ونیسي او د مشکوکو پېښو د لیدلو په صورت کې دې اړونده مسوولو ادارو ته خبر ورکړي.