د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت د چلند په غبرګون کې ویلي چې «دغه چلند په غزه کې د صهیونیستي ظلمونو نمونه ده».
نور جلال جلالي له افغان کډوالو وغوښتل چې خپل هېواد ته راستانه شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي نن یکشنبه د وري پر ۱۷مه د کابل په څرخي پله سیمه کې د یوه ترمینل د چارو پرانیستې پر مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او جبري اېستل وغندل او دا یې په غزه کې د اسراییل له چلند سره ورته عمل وباله.
نور جلال جلالي وايي چې پاکستان د افغان کډوالو د کورونو توکي ګرځوي او هغوي وهي او تذلیل کېږي.
جلالي زیاته کړه:« افغانانو د خپلو زحمتونو او هڅو په پایله کې ګڼ شمېر مالونه او شتمنۍ جوړې کړې دي، چې اوس له هغوی څخه اخېستل کیږي او په جبري توګه ایستل کیږي.»
هغه له ټولو افغانانو غوښتي، چې خپل هېواد ته راستانه شي او دلته پانګونه وکړي.
طالب وزیر ټینکار وکړ، هغه کډوال چې پخوا راستانه شوي دي هغوی په خپل هېواد کې خوښ دي او ژوند یې له پخوا ښه شوی دی.
د افغان کډوالو شکایتونه دا هم دي، چې د پاکستان د حکومت له لوري جوړو شويو کېمپونو کې یې مالونه په زور ګرځول کېږي او پاکستاني ځواکونه اجازه نه ورکوي چې د خپلو کورونو توکي له ځانونه سره ولېږدوي.
په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې پاکستاني ځواکونه افغان کډوالو ته د خپلو کورونو د توکو د وړلو اجازه نه ورکوي.
افغان کډوالو له پاکستان او طالب چارواکو غوښتي، چې د دغو توکو د انتقال په برخه کې ور سره همکاري وکړي.