د ویبور خبري اژانس د سولې کور په نوم بنسټ په حواله خبر ورکړی، وايي هغه افغانان چې د امریکا له پوځ سره یې په افغانستان کې د مرستې په بدل کې د ژوند خوندیتوب ژمنه شوې وه، اوس د ګډوډۍ او خیانت احساس کوي.
دوی وايي، د ټرمپ اداره امریکا ته د دوی د مېشتېدو قانوني لارې محدودوي.
د سولې کور بنسټ زیاته کړې، چې ولسمشر ټرمپ د خپلې دویمې دورې حکومتولې د پیل سره سم د کډوالو د منلو په پالیسیو کې بدلون راوست، چې دې چارې د هغو لسګونه زرو افغانانو راتلونکی له خنډ او ځنډ سره مخ کړ چې غواړي امریکا کې میشت شي.
د دغه بنسټ مشرې کیري شوچارټ وویل: «دا ډیره دردونکې ده چې ډیرې خلکو کورنۍ اوس هم د طالبانو د واک لاندې ژوند کوي، او هره لحظه دا امکان شته چې له کورنیو یې غچ واخلي.»
کیري شوچارټ زیاته کړه: «دا د دې پخوانیو سرتیرو او د امریکا د پوځ سره د مرسته کونکو لپاره خورا زورونکې ده چې د دوی کورنۍ د دوی د کار له امله له خطر سره مخ دي.»
د سولې کور په امریکا کې یوه غیر انتفاعي اداره ده، چې د جګړې کډوالو او تاوتريخوالو څخه تښتیدلو ته د کور او روغتیایي پاملرنې په څیر خدمتونه وړاندې کوي.
یاده دې وي، چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري متحده ایالاتو ته د کډوالو پروګرام لغو کېدو له کبله د هغو افغان کډوالو الوتنې هم لغو شوې دي، چې د امریکا حکومت دغه هېواد ته د تلو اجازه ورکړې وه.
د راپورونو له مخې لسګونه زره افغانان چې امریکا ته د لېږد په بیلابیلو پروګرامونو پي ۱، پي ۲ او سپانسر کې شامل وو، د امریکا د نوي ولسمشر لهخوا د کډوالو د مېشتېدو د پروګرام لغوه کیدو له امله بې برخلیکه پاتې دي.
ویل کیږي، چې متحده ایالاتو ته د انتقال له پروګرامونو یوازې ایس ای وي یا ځانګړې ویزو پروګرام نه دی لغوه شوی.