ایران: تېرو ۱۱ میاشتو کې افغانستان زموږ لپاره پنځم لوی صادراتي هېواد و

AP ۱۴۰۴ وری ۱۶

تهران ټایمز ورځپاڼه د ایران د ګمرکونو ادارې د مشر له قوله وايي، دغه هېواد تېرو یولسو میاشتو کې افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت غیرنفتي یا له تېلو پرته توکي صادر کړي دي.

فرود عسکري ویلي، چې افغانستان په دغو ۱۱ میاشتو کې د ایران لپاره پنځم لوی صادارتي هېواد و.

دغې ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، چې ایران دا توکي د ۲۰۲۴ کال د مارچ له ۲۰مې د ۲۰۲۵ کال د فبروري تر ۱۸ د ۱۱ میاشتو په موده کې افغانستان ته صادر کړي دي.

تهران ټایمز په خپل راپور کې زیاتوي، چې افغانستان د خپل اړتیا وړ له ۸۰ سلنې ډیر توکي له بهر واردوي او د دغو وارداتو ۲۵ سلنه له ایران تامینږي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې افغانستان له ایران د خوراکي موادو، تېلو، درملو، طبي وسایلو او ساختماني وسایلو په څیر مهم توکې واردوي.

له بلې خو د ایران د مرکزي بانک د خبر له مخې، د فبرورۍ په ۲۱مه، د ایران مرکزي بانک او د افغانستان بانک مشرانو د روسیې د یاکاتیرینبورګ ښار د یوې بانکي ټکنالوژۍ غونډې په څنډه کې سره ولیدل ترڅو د پیسو او بانکي همکاریو د پیاوړتیا په اړه بحث وکړي.

په راپور کې د تېر کال پر مهال د طالب او ایراني چارواکو ترمنځ په بېلابېلو لیدنو کې د بانکي همکاریو، چابهار بندر کې د افغان پانګونې هڅې، ګډ صنعتي زون، د افغانستان وارداتي اړتیاوو او نویو اقتصادي فصتونو ته په اړه خبرو ته هم اشاره شوي چې له امله یې د افغانستان ایران ترمنځ سوداګرې د پخوا په پرتله ښه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو