طالبانو د «هرات بام » تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه تایید کړه

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي په هرات کې د خصوصي سکټور له لوري د «هرات بام» تفریحي کمپلکس جوړولو طرحه تاییده شوه.

دوی زیاتوي چې د دغې طرحې له مخې خصوصي سکټور د کمپلکس د جوړولو لپاره څه باندې یو میلیارد افغانۍ پانګونه کوي او نږدې څلور زره کسانو ته به کار پیدا شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نن د وري ۱۶مه د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د دې کمپلکس جوړولو طرحه وړاندې او تایید شوه.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې هرات بام اوس مهال تفریحي میدان دی چې د غرونو په لوړه کې قرار لري، چې ددې ولایت ځايي اوسېدونکي د ښار د نندارې لپاره او دغې سیمې ته د تفریح لپلرع ورځي.

دغه سیمه د هرات تخت صفر او د خواجه انصاري سرک ترمنځه موقعیت لري، چې اوس پکې د وختېري لپاره بېلابېلې ودانۍ جوړېږي.

نور خبرونه

رادیو