د کاپیسا د باغدرې برېښنا بند د جوړولو چارې د کابو ۵۶۲ مېلیون ډالرو په ارزښت پیل شوې

۴ ورځې مخکې

د کاپیسا د باغدرې برېښنا بند د جوړولو چارې د چینایي ام سي سي شرکت د قرارداد پر بنسټ د کابو ۵۶۲ مېلیون ډالرو په ارزښت پیل شوې.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې یاد بند د ۲۴۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او د کاپیسا په ګډون د پنځو ولایتونو خلک به ترې ګټه واخلي.
په راپور کې بیا نور ولایتونه مشخص شوي نه دي.
د راپورو له مخې، د دې بند چارې به د اتو کلونو په ترڅ کې په درېیو پړاوونو کې بشپړې شي.
ویل کېږي، چې د چینایي ام- سي- سي او جي- سي- اېل کمپنۍ چې د تېر کال د لېندۍ په یوولسمه نېټه د اوبو او انرژۍ وزارت سره تړون لاسلیک کړ، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د کاپیسا د باغدرې بند د جیو فزیک او جیو تخنیکي ازموینو تحقیق وکړي.
د یادولو ده، چې دغه بند د کاپیسا ولایت په مرکز کې موقعیت لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې میاشتې په نهمه نېټه د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغې ډلې تر واک لاندې د ارګ په مرمرینه ماڼۍ کې د اقتصادي غونډې پر مهال پرېکړه وکړه،‌ چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې به د اوبو او برېښنا بندونو د جوړلو په موخه مطالعاتي پروژې پیل شي.
ملا برادر په دغې ناسته کې پرېکړه کړې څو روان ۱۴۰۴ مالي کال کې دغه مطالعاتي پروژې شاملې کړي، چې د دغو بندونو سروې او د امکان سنجۍ چارې ژر تر ژره ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو