د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې د یکشنبې په ورځ پنځلس میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي.
دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو خصوصي بانکونو، صرافیو او د پیسو د تبادلې له مرکزونو د ډالرو په داوطلبۍ کې د ګډون غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې د یادو ۱۵ میلیونه ډالرو د لیلام موخه د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت کمښت بلل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت له امله ۱۵ میلیونه ډالره وپلورل.
د ډالرو په وړاندې د افغانۍ ارزښت پر افغانستان د امریکا د ۴۰ میلیوني ډالري کڅوړو له بندېدو وروسته راټیټ شو او د کابل په شهزاده سرای کې د یوه ډالر بیه له ۶۸ څخه تر ۷۵ افغانیو ورسېده.
اوس طالبان د ډالرو په وړاندې د افغانۍ د ثبات ساتنې په موخه نږدې هره میاشت میلیونونه ډالر لیلاموي.
دغه بانک نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د ۷۱.۴۵ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.