د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري اېستلو په غبرګون ویلي، چې پاکستان په چټکۍ سره د زوال پر لور روان دی او یوه ورځ به د دغه هېواد خلک کډوالۍ ته اړ شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په ۶مه یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې په کې ویل شوي و: «ټول ناقانونه بهرني وګړي او د ACC کارت لرونکي افغان کډوال دې د مارچ تر ۳۱مې پورې په خپله خوښه پاکستان پرېږدي، که نه نو د اپرېل له لومړۍ نیټې به یې په جبري توګه اېستل پیل شي.»
اوسمهال د پاکستان په ټولو ښارونو کې د افغانانو د نیولو او جبري بېرته ستنولو لړۍ پېل شوې ده.
تر اوسه زرګونه افغان کډوال نیول شوي او زیات شمېر یې جبري بېرته ستانه کړل شوي دي.
د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني چارواکو دغه اقدام ته فضل محمود فضلي په خپل اېکس کې لیکلي: «د پاکستان د پوځ ملاتړی ملکي حکومت د افغانانو په وړاندې د بشري حقونو جدي سرغړونې کوي؛ ځورونه، شکنجه، جبري شړل، ټول د دې لپاره چې د پاکستان د اقتصادي سقوط، امنیتي ګډوډۍ او سیاسي ناکامۍ څخه پام واړوي.»
فضلي وړاندې لیکلي، چې پاکستان د زوال په لوري روان دی او نه شي کولی چې په دغه هېواد کې د روانې نا امنۍ، اقتصادي بې ثباتۍ او سیاسي ستونزو څخه د خلکو مخ وړاوي.
نوموړی زیاتوي: « د ۸۰ او ۹۰ لسیزو دا تاکتیک به اوس کار ونکړي. د بي اېل اې او ټي ټي پي ورځیني بریدونه د افغانستان نه، بلکې د پاکستان دننه د ژورو ریښو لرونکو مسلو څخه سرچینه اخلي. حقیقت دا دی چې پاکستان په چټکۍ سره د زوال په لوري روان دی او ممکن هغه ورځ راشي چې کډوال تولید کړي.»
تر دې وړاندې د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم په پاکستان نیوکه کړې وه، چې د نړۍوالو قوانینو خلاف یې د افغان کډوالو جبري ستنول پېل کړي، دغه کاپوهانو له پاکستاني چاوراکو غوښتي چې د کډوالو بېرته ستنولو لړۍ ودروي.
یاده دې وي، چې نن شنبه هم د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه وه.
د دغه هېواد په پلازمېنې اسلام اباد کې هم پولیسو د افغان کډوالو په کورونو چاپې اچولي او زیات شمېر افغانان یې نیولي دي، خو تر اوسه ددغه نیول شویو افغانانو ارقام نه دي خپاره شوي.