د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د پاکستان له لورې د افغان کډوالو جبري ستنولو ته په غبرګون ویلي، چې له افغان کډوالو د اقتصادي ګټې نه ترلاسه کولو په صورت کې پاکستان خپله پخوانۍ د اخوت جعلي څېره راښکاره کړه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په ۶مه یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې په کې ویل شوي و: «ټول ناقانونه بهرني وګړي او د ACC کارت لرونکي افغان کډوال دې د مارچ تر ۳۱مې پورې په خپله خوښه پاکستان پرېږدي، که نه نو د اپرېل له لومړۍ نیټې به یې جبري اېستل پیل شي.»
د پاکستاني چاوراکو دغه پرېکړې ته ضیاءالحق امرخېل په خپل اېکس کې لیکلي: «مهاجرت د حالاتو مجبوریت و او متاسفانه چې زموږ له دې مجبوریته ګاونډیانو ښې ډېرې استفادې وکړې او اوس چې د تېر په څیر اقتصادي استفادې نه شي کولای، نو پخوانۍ د اسلامي اخوت جعلي څېره یې هم لرې او خپله اصلي بڼه يې ښکاره کړه.د ټولو اصولو خلاف مو هره ورځ ځوروي او تذلیلوي او سکون یې درځنې لوټلی دی.»
نوموړي په افغان کډوالو غږ کړی، چې پردي وطنونه هېڅکله هم خپل وطنونه نه شي کېدای او په وطن کې د شته ستونزو سره سره دې خپل وطن ته را وګرځي.
نوموړی زیاتوي: «تاسو باید له خپلو تجربو زده کړي وي چې هېڅکله مو دغسې کوربانه هېوادونه خپل وطنونه نه شي کېدای او تل به مو له مجبوریته ناوړه استفادې کوي. نور خپله خوږه ګوته د هغوی په منګولو کې مه ور کوئ. نور د ذلت دا حلقه له غاړې لېرې کړئ. پوهیږم چې وطن کې پراخه بېکاري ده، د نجونو پر تعلیم بندیز دی، ګڼې نورې ستونزې دي، خو هېڅ چاره نه لرو.»
امرخېل زیاتوي، چې حکومت لومړۍ درجه مسوولیت لري چې د خپلو اتباعو لپاره د ژوند شرایط برابر کړي او باید په ټول توان دا کار وکړي.
د ننګرهار ولایت دغه پخواني والي تر دې وړاندې هم ویلي و، چې پاکستان هېڅ ډول بشري، قانوني او د ګاونډیتوب حقوق په نظر کې نه نیسي او ان له هغو افغانانو هم پیسې اخلي، چې قانوني اسناد لري.
اوسمهال د پاکستان په ټولو ښارونو کې د افغانانو د نیولو او جبري بېرته ستنولو لړۍ پېل شوې، چې تر اوسه زرګونه افغان کډوال نیول شوي او زیات شمېر یې جبري بېرته ستانه کړل شوي دي.
یاده دې وي، چې نن شنبه هم د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه وه.
ددغه هېواد په پلازمېنې اسلام اباد کې هم پولیسو د افغان کډوالو په کورونو چاپي اچولي او زیات شمېر افغانان یې نیولي دي، خو تر اوسه ددغه نیول شویو افغانانو ارقام نه دي خپاره شوي.