د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان د افغانانو د بې قانونه اېستلو په وړاندې کمپاین پیل کړ

AP ۱۴۰۴ وری ۱۵

د بښنې نړیوال سازمان وايي، له پاکستان په زور د افغانانو د بې قانونه اېستلو په ضد یې د “ضرب الاجل بېرته راګرځول” په نوم کمپاین پیل کړی.

دغه سازمان د“زموږ سره د انسانانو په څیر چلند وکړئ” په نوم کمپاین کې د هغو افغانانو کیسي وړاندې کوي، چې له پاکستانه په اېستلو سره یې ژوند په خطر کې لویږي.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا څانګې د جمعې په ورځ ویلي، پاکستان افغانان په غیري قانوني ډول باسي.

یاد سازمان “زموږ سره د انسانانو په څیر چلند وکړئ” تر عنوان لاندې د کیسو یو ټولګه خپره کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، له دغه کمپاین یې هدف د غیري قانوني اېستلو له خطر سره مخ افغانانو د غږ پورته کول، د افغانانو بشري حقونو ته د احترام غوښتنه او له پاکستان په زور د اېستلو د پروګرام د بندولو په اړه د پوهاوي زیاتول دي.

د دغه کمپاین له لارې په پاکستان کې د مېشتو هنرمندانو، ژورنالیستانو او ښځو لس کیسي وړاندې کیږي، چې د طالبانو ترواک لاندې افغانستان ته په ستنېدو سره یې ژوند له خطر سره مخ کیږي او ترڅنګ به یې په پاکستان کې د لسیزو راهیسې جوړ شوی ژوند له لاسه ورکړي.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا مرستیال بابو رام پنت وايي:«ډېری افغانان له څلورو لسیزو زیات وخت راهیسي په پاکستان کې ژوند کوي. د دوی ژوند د پاکستان د حکومت د ټینګار له امله په بشپړ ډول له ستونزو سره مخ دی، حکومت د نړیوالو بشري حقونو د قانون له مخې له خپلو مکلفیتونه سرغړوي...»

همدارنګه ښاغلی پنت زیاتوي:«پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر افغانان په پاکستان کې میشت شوی او په ځانګړي توګه د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ دی. په دغو افغانانو کې افغان ښځې او نجونې، خبریالان، د بشري حقونو مدافعین، ښځینه لاریون کوونکي، هنرمندان، او د افغانستان پخواني حکومتي او امنیتي چارواکي شامل دي چې د طالبانو له ظلم څخه تښتیدلي دي. پاکستان باید د دې کسانو د خوندیتوب ډاډمنولو لپاره د جبري ستنېدو په اړه خپله اوسنۍ تګلاره لغوه کړي.»

دا په داسې حال کې ده، پاکستان پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه کډوال او د ای سي سي کارت لرونکي چې شمېر یې تر اته سوه زره کسانو رسېږي له خپل هېواده وباسي او د بښنې نړیوال سازمان په وار وار له پاکستان نه غوښتنه کړې چې د غیري قانوني کډوالو د ستنولو لړۍ دې ودروي.

نور خبرونه

رادیو