د پښتونخوا حکومت او د پاکستان تحریک انصاف ګوند چارواکو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکي د ګوند بنسټ ايښودونکي عمران خان، د پښتونخوا سر وزیر علی امین ګنډاپور او د حکومت ویاند برېسټر سیف ته دا دنده سپارلې چې له پوځ او حکومتي ادارو سره مذاکرات وکړي.
برېسټر سیف وویل: «د تحریک انصاف لهخوا هېچاته د نوې کومې اړیکې یا خبرو اترو دنده نه ده ورکړل شوې.»
دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې، چې په ټولنیزو رسنیو او ځینو نورو راپورونو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکي عمران خان، چې دا مهال په اډیاله زندان کې بندي دی، د پښتونخوا له مشرتابه غوښتي چې له ادارو سره بیا د مذاکراتو لپاره په اړیکه کې شي.
د برېسټر سیف په وینا، د اپرېل په دویمه نېټه د عمران خان او وزیر ګنډاپور ترمنځ لیدنه شوې، چې په کې د حکومتولۍ، ترهګرۍ او د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې عمران خان یوازې ګنډاپور ته د پښتونخوا د حکومت د کارونو په اړه سلا مشورې ورکړې دي.
سیف ټینګار وکړ، چې عمران خان یو ځل بیا پر دې خبره ولاړ دی چې «شخصي ګټو لپاره به له هېچا سره خبرې نه کوي.»
هغه وویل: «د تحریک انصاف بسنټګر د خپلې ازادۍ لپاره هېڅ معامله نه کوي او نه یې د چا سره د خبرو اجازه ورکړې.»
دغه لیدنه، چې شاوخوا دوه ساعته یې دوام کړی د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان او ګنډاپور ترمنځ د نږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې لومړنۍ مخامخ ناسته وه.
سرچینې وایي، چې په کې د ادارو سره د اړیکو، د رسنیو فشارونو او د ګوند پر مشرانو د نیوکو بحث هم شوی دی.
په ورته وخت کې، د تحریک انصاف ګوند مشر برېسټر ګوهر علي خان هم تر دې وړاندې ویلي و، چې له ادارو سره د «ډیل یا معاملې» کوم امکان نه شته.
نوموړي ویلي: «که څه هم تماسونه شوي، خو لا تر اوسه هېڅ پایلې ته نه یوو رسېدلي.» هغه داسې راپورونه بې بنسټه وبلل.
د تحریک انصاف ګوند د اطلاعاتو برخې مسوول شیخ وقاص اکرم هم دغه راپورونه ناسم او د خلکو د ذهنونو د مغشوش کولو هڅې وبللې.
هغه یوې شخصي ټلوېزیوني شبکې ته وویل: «هیڅوک عمران خان دې ته نه دي هڅولي چې له ادارو سره خبرو ته کیني او نه عمران خان څوک د خبرو لپاره ټاکلي دي.»
نوموړي وویل چې دا لیدنه یوازې د پښتونخوا د حکومت پر کارکردګۍ او د ګوند د داخلي مسایلو په اړه وه.
هغه زیاته کړه: «ګنډاپور به د عمران خان لارښوونې د ګوند سیاسي کمېټې ته وړاندې کوي.»