پاکستانۍ ورځپاڼه: د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نن پیلېږي

۵ ساعتونه مخکې

د پاکستان جنګ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نن پنجشنبه (د وري ۱۴مه) پیلېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له‌خوا د بې اسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو لپاره ورکړل شوې موده دوه ورځې وړاندې پای ته رسېدلې.

خو تر دې وړاندې د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې ویلي و، چې د اختر رخصتۍ له امله دغه لړۍ ځنډېدلې ده.
جنګ ورځپاڼې کاږلي، چې نن به په چمن کې د افغان کډوالو بایومیټریک ترسره شي او په لنډي کوتل کې بیا د افغان کډوالو د ستنولو لپاره په لنډمهالي پنډغالي هم کار روان دی.
خو په لنډي کوتل کې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره جوړ شوی پنډغالی تېره ورځ غير فعال و.
په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواری ویلي و، چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر تر دې دمه نه دی پيل شوی او پنډغالی تش پروت دی.
د جنګ ورځپاڼې د راپور له مخې، په پښتونخوا کې د راجستر شویو افغان کډوالو شمېر ۷۰۹،۲۷۸ دی چې او هلته کډوال په ۴۳ پنډغالو کې مېشت دي.
راپور کې راغلي، په دغه پنډغالو کې ۳۴۴،۹۰۸ افغانان ژوند کوي او د هغو افغان کډوالو شمېر چې د اې سي سي کارتونه لري ۳۷۷،۶۴۷ دی.
راپور زیاتوي، چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې ۴۶۵۰۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
له بل پلوه سرچينو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د پښتونخوا حکومت له مرکزي حکومته د مالي سرچینو غوښتنه کړې ده.

د سرچینې په وینا، د افغان کډوالو د جبري اېستنې په برخه کې د مالي بودجې کمښت تر ټولو لوی خنډ دی.

افغانستان انټرنشنل ته د پښتونخوا صوبایي ځایي چارواکو ویلي، تر هغې چې لازمې مالي سرچينې برابرې نه شي؛ تر هغه وخته به د دغو عملياتو بشپړ پيلول ګران وي.
د راپورونو له مخې، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰ زره د اې سي سي کارت لرونکي افغانان مېشت دي چې د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو