د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ځینو رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې دې ډلې تېر کال یوازې د خپلو لیکو د بریدګرو یتیمانو، کونډو او معلولینو کورنیو ته ۱۲ میلیارده افغانۍ ورکړې دي.
مجاهد وايي، چې په ټول هېواد کې له دوی سره ۶۵۳ زره ۳۶۵ یتیمان، کونډې او معلولین ثبت دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چار شنبې په ورځ ناوخته پر خپله اېکسپاڼه په یوه وضاحت کې ویلي، چې د کونډو، یتیمانو او معلولینو لپاره ۱۲ میلیارده افغانۍ په ټول هېواد کې د یتیمانو او معلولانو کورنيو لپاره وې.
مجاهد ویلي، چې ۱۶۷ زره ۶۴۵ تنه د دوی د ډلې هغه یتیمان، کونډې او معلولین دي، چې د کورنۍ غړي یې په تېرو شلو کلونو کې د دوی په ملاتړ جګړه کې وژل شوي دي.
هغه دا هم ويلي، چې د تېر جمهوري حکومت د نظامیانو له کورنیو څخه هم ۱۲۲ زره او ۲۹۹ تنه پاتې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخي، په افغانستان کې د عامو او طبیعي یتيمانو، کونډو او معلولینو شمېر ۳۶۳ زره ۳۲۱ تنو ته رسيږي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه یوازې د خپلز ډلې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ۱۲ میلیارده افغانیو ورکول رد کړي او زیاته کړې یې ده، چې دغه پیسې د هېواد ټولو یادو کورنيو ته ورکړل شوې دي.
نوموړی وايي، «تیر کال ټولو ته دوولس نیم میلیارده افغانی بودیجه تخصیص او تقسیم شوې ده.»
یاده دې وي، چې د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو کره شمېر نه دی معلوم، خو په تېرو ۲۰ کلونو کې د دغې ډلې د بریدونو له امله زرګونه افغانان وژل شوي دي.
د طالبانو دغو ځواکونو د مخکېني جمهوري نظام پر وړاندې په جګړه کې حکومتي دفترونو ته په ننوتلو او پر پوځي اډو د بریدونو له لارې مهم رول لوبولی دی.
طالبانو لا هم د خپلو ځانمرګو بریدګرو کنډکونه ساتلي دي.