د ترکیې د بشري حقونو ډلې (IHD) ویلي، چې د ترکیې د زونګولدک جزایي محکمې د یوه ناقانونه افغان کډوال د وژنې په جرم شپږو ترکي وکړو ته نرمه سزا اورولې ده.
یادې ډلې د ترکیې له حکومته غوښتنه کړې ده، چې موثره څېړنه دې وشي او مجرمینو ته دې د ترکیې د قانون له مخې سنګینه سزا ورکړل شي.
د ترکیې یوې محکمې اعلان کړی، چې د یوې بې اسناده افغان کډوال وزیر محمد د وژنې په تور یې شپږو کسانو ته سزا اورولې ده.
یادې جزایي محکمې دغه کسان د غفلت له امله د وژنې او د شواهدو د له منځه وړلو، پټولو یا بدلولو په تورونو مجرم وپېژندل، چې د دوی سزاوې له یو کال څخه تر پنځو کلونو پورې بند اعلان شوې دي.
۵۰ کلن وزیر محمد د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۰مه د سکرو په یو ناقانونه کان کې د کار پر مهال ورک شو او وروسته یې مړی په یوه ځنګلي سیمه کې وموندل شو، چې جسد یې سوځول شوی و.
لومړنيو راپورونو ښودلې، چې وزیر محمد په کار ځای کې ژوبل شوی و؛ خو د کان مالکانو له وېرې چې غیرقانوني کان به یې بند شي، روغتون ته نه و وړی او پر ځای یې یاد کس یوه ځنګله ته وړی او سوځولی یې و.
د کان مالکانو ګومان کاوه، چې نوموړی مړ شوی؛ خو د عدلي طب راپورونه ښيي چې هغه ژوندی سوځول شوی و.
دا لومړۍ پېښه نه ده، چې د کډوالۍ په جریان کې یو شمېر افغانان ورسره مخ کېږي؛ بلکې له دې وړاندې هم په ایران، پاکستان او یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو کې ورته زړه بوږنوونکي پېښې رامنځته شوې دي.