په داسې حال کې چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیبالرحمان حکمتیار په خپله اېکسپاڼه کې پر طالبانو د دغه ګوند د دفترونو د تړلکېدو ادعا کړې، خو ګلبدین حکمتیار ته یوې نږدې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دا موضوع حقیقت نهلري.
ګلبدین حکمتیار ته نږدې سرچینې د سې شنبې په ورځ (د وري ۲۶مه) ادعا کړې، چې په اسلامي رژیم کې هېڅوک د داسې کړنو حقنهلري او په وینا یې، تر اوسه د طالب چارواکو لهخوا داسې کوم امر نه دی صادر شوی.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې تېره ورځ حبیبالرحمان حکمتیار د طالبانو د عدلیې وزارت له مکتوب سره لیکلي، چې طالبان د خپلې نسکورېدا لارې پهخپله برابروي او وضعیت به داسې حد ته ورسېږي، چې همغه ځانمرګي بریدونه به پر دوی کېږي.
حکمتیار پر خپل اېکس د مکتوب له خپرولو سره یوځای لیکلي: «دا خلک همغه کار کوي چې کمونیستانو کاوه، د خلق ډیموکراتیک ګوند چې پر ډیموکراسۍ یې هېڅ باور نه درلود، ویل چې یا له موږ سره یا زموږ دوښمن. ننني طالب مشران هم دا وایي چې حکومت یوازې د طالب حق دی».
تېره ورځ د اسلامي حزب اړوند شهادت ورځپاڼې په یوه بیان کې لیکلي، د محکمې له حکم پرته هېڅوک حق نهلري، چې د چا کور او شخصي وسایل مصادره کړي او د طالبانو رژیم ته په اشارې یې ټينګار کړی، چې د یو شخص کور یا دفتر ته ننوتل او د هغه مالکیت ضبطول یوازې د قانوني حکم او د څښتن د رضایت په صورت کې ممکن دی.
د یادونې ده، چې د طالبانو او اسلامي حزب ترمنځ ناندرۍ ډېرې شوي چې په پایله کې یې د دغه ګوند دفتر، ټلوېزیون، پوهنتون او روغتون وتړل شول او حکمتیار اړ شو، څو د لنډ وخت لپاره په وزیر اکبرخان کې د سراجالدین حقاني یوه مېلمستون ته کډه ولېږدوي.