د عبدالرب رسول سیاف زوی حبیبالرحمان سیاف په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو ته په اشاري وايي، چې که سره یوځای او متحد نهشي له طالبانو وروسته داعش وسلهوالې ډلې ته د راتګ زمینه برابرېږي.
نوموړي دا څرګندونې وړمه ورځ د اکمل امیر په ګډون د ازادۍ جبهې د اووه غړو د وژلکېدو د دویمې کلیزې په مناسبت یوې انلاین جوړې شوې غونډې ته کړې دي.
هغه د خپلو خبرو په یوې برخه کې ګډونوالو ته زیاتوي، دوښمن تل هڅه کوي چې د دوی صفونه جلا او داعیه یې کوچنۍ کړي.
سیاف په دې تړاو وايي: «دا یوه ملي او لویه داعیه ده. کوښښ به مو دا وي چې د دوښمن د تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانهشو.»
د جهادي ډلې پخواني قومندان عبدالرب رسول سیاف زوی حبیبالرحمان سیاف په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې ویلي، چې هغوی یوه «ظالمه، بغاوتګره، دروغجنه او جفاکاره ډله» ده.
سیاف زیاتوي، د طالبانو چلندونه دا څرګندوي چې دا ډله تلونکې ده او ډېر ژر به لهمنځه لاړه شي.
ده همداراز د ازادۍ جبهې په دې غونډه کې له ټولو سیاسي جریانونو غوښتي، مخکې له دې چې طالبان سقوط وکړي ټول دې یو لاس او متحد شي.
د یادونې ده، چې د ازادۍ جبهې تېره دوشنبه د احمد مسعود، یونس قانوني او یو شمېر سیاسي مشرانو په ګډون انلاین غونډه ترسره کړې ده.
دا غونډه د ۱۴۰۲ کال په سالنګ کې د طالبانو د برید په ترڅ کې کې د اکمل امیر په ګډون د نوموړې جبهې د اووه غړو د وژلکېدو کلیزې په مناسبت جوړ شوې وه.