د امریکا متحدهایالاتونو د کورني امنیت وزارت یوې مرستیالې تریشا مکلافلین افغانستان انټرنشنل ته منلې چې د زرګونو افغانانو د لنډمهالي خونديتوب پروګرام لغوه شوی دی.
د نوموړې په وینا، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د کورني امنیت وزیر د بهرنیو چارو وزارت او نورو بنسټونو سره په سلا مشوره کې دا تشخیص کړې، چې افغانستان نور هغه قانوني شرایط نهلري څو له مخې یې افغان کډوالو ته خونديتوب ورکړل شي.
دې پرېکړې تر ۱۴ زرو ډېر افغان کډوال له متحدهایالاتو څخه د اېستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.
تریشا مکلافلین وايي، چې د افغانستان د اوسني وضعیت ارزونه د متحدهایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو لهخوا د اړوندو ادارو سره په مشوره ترسره شوې او څرګندوي، چې دغه هېواد نور د لنډمهالي خونديتوب پروګرام وړ نه دی.
مکلافلین زیاته کړې: «د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۱مه د کورني امنیت وزیر ارزونه کړې چې افغانستان نور د لندمهالي خونديتوب د دوام لپاره لازم شرایط نهلري او له همدې امله دا پروګرام د افغان وګړو لپاره پای ته ورسېد.»
نوموړې ټینګار کړی، چې دا پرېکړه تر د ارزونې او له اړوندو ادارو سره تر مشورې وروسته شوې او په وینا یې، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره به ډېر ژر په دې تړاو یو رسمي اعلان خپور کړي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د افغانستان انټرنشنل پوښتنې ته چې دا افغانان به کوم هېواد ته استول کېږي، ځواب نه دی ورکړی او لا هم څرګنده نه ده چې دا کسان به چېرته واستول شي.
ویل کېږي، چې د دغه اقدام په ترڅ کې به ۱۴ زره ۶۰۰ هغه افغانان د اېستلو له ګواښ سره مخ شي.
د یادونې ده، چې د لنډمهالي خونديتوب (Temporary Protected Status) یا (ټيپياېس) پروګرام هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې هېوادونه یې له طبیعي افتونو، وسلهوالو جګړو یا فوقالعاده پېښو سره مخ شوي وي.