د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور وايي، چې طالبانو امریکا ماته کړې او دغه هېواد د طالبانو لپاره نه بلکې د موسساتو لپاره افغانستان ته پیسې لېږلې دي.
منصور د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د نښه وېشتلو په یوه پروګرام کې د وینا پر مهال دا رپوټونه رد کړل، چې امریکا طالبانو ته هم د پخواني جمهوري نظام په څیر ډالري کڅوړې استوي.
نوموړی وايي، د امریکا د پیسو په اړه د یادې ډلې مخالفان منفي تبلیغات کوي.
عبداللطیف منصور وايي:«زموږ بعضې حاسدین، بعضې د دین دښمنان دغه اعلان هم کوي، وايي، لکه څنګه چې د جمهوریت په وخت کې حکومت ته کڅوړې د ډالرو راروانې وي، هغه طالبانو ته هم راروانې دي. خبردار دغه خبره چې بدرګه نه کړئ.»
نوموړی وایي، له امریکا سره یې شل کاله دښمني کړې او هغوی اوس د انتقام اخیستلو په فکر کې دي.
نوموړي زیاته کړه:«ته چې څوک (امریکا) وشرموې، هغه تاته انعام درکوي، که هغه ستا پښي وهل غواړي؟ امریکا به شل کاله په دې سوچ کې وي، چې زه افغانان څه رنګه تحقیر کړم، څه رنګه مثلا زه انتقام ترې واخلم. هغه ډالر نه رالیږي.»
منصور وايي، د امریکا له خوا افغانستان ته د رالیږل شويو پیسو پروسه طالبانو منظمه کړې او پیسې د بانک له لارې موسسو ته ورکول کیږي.
نوموړی وايي، د امریکا له خوا افغانستان ته راتلونکې پیسې دې په طالبانو پسې نه حسابیږي.
عبداللطیف منصور ادعا کوي، چې د امریکا له خوا افغانستان ته راتلونکې شل سلنه برخه پیسې په افغانستان کې د بیارغونې په برخه کې لګول کیږي او اتیا سلنه پیسې د موسسو خپل لګښتونه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې پخواني ځانګړي پلټونکي جان سوپکو تېر کال ویلي و، چې د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو د مرستو یوه لویه برخه پیسې د طالبانو جیبونو ته تللې دي.