د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس، پرون په یوې خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې له افغانستان څخه امریکا ته د فای ډي هال راستنېدل په نورو هېوادونو کې د ټولو امریکايي وګړو د خوشې کولو په برخه کې د ټرمپ د ادارې د جدي ژمنې نښه ده.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې راغلي: «د امریکا د خلکو لپاره د ولسمشر ټرمپ ژمنتیا روښانه ده - موږ به تر هغه ارام نه شو، چې ټول هغه امریکایان د افغانستان په ګډونه په نوره نړۍ کې یرغمل شوي خپلو کورنو ته راستانه نه کړو.»
له جورج ګلیزمن وروسته، في ډي هال دویمه امریکایۍ بندۍ وه، چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوه.
في ډي هال شاوخوا دوه میاشتې مخکې په بامیان ولایت کې طالبانو نیولې وه. له هغې سره یوه زړه برېتانیايۍ جوړه او د هغوی افغان ژباړن هم و.
طالبانو تر اوسه پورې د دغو درېیو کسانو خوشې ته غاړه نه ده ایښې.
طالبانو د ۱۴۰۳ کال د کب په ۳۰مه کابل ته د یوه امریکايي پلاوي له سفر وروسته جورج ګیلزمن له بنده خوشی کړ.
د ډونالډ ټرمپ ادارې د جورج ګیلزمن د خوشې کېدو په بدل کې کوم طالب بندیان نه دي خوشې کړی؛ خو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دا لومړي ځل و چې یو امریکايي ډیپلوماتیک پلاوی کابل ته راغلی و.
خلیلزاد هغه مهال ویلي و، چې طالبانو جورج ګیلزمن، ټرمپ ته د خپل «ښه نیت» ښودلو لپاره خوشې کړی دی.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې د طالبانو په زندانونو کې څومره امریکایي وګړي بندي دي.
محمودشاه حبیبي، چې افغان الاصله امریکایي وګړی دی، د طالبانو لهخوا یو بل یرغمل دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې څو ورځې وړاندې د محمودشاه حبیبي او نورو امریکایي یرغمل شویو کسانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه وه.