زېلېنسکي: روسیې په اوکراین کې تر ۱۸۳ زره څخه ډېر جنګي جنایتونه کړي دي

AP ۱۴۰۴ وری ۱۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ وویل، چې روسیه باید په اوکراین کې د ۲۰۲۲ کال له یرغل راهیسې د ادعا شویو ۱۸۳ زره څخه د زیاتو جنګي جرمونو لپاره مجازات شي. نوموړي زیاته کړه، عدالت ته اړتیا ده څو د 'بدۍ د پراخېدو' مخه ونیول شي."

زېلېنسکي دا څرګندونې د اوکراین د پلازمېنې کییف په شمال لوېدیځ کې د بوچا په ښار کې د اروپايي چارواکو یوې غونډې ته وکړې او روسي پوځیان یې د نیواک پر مهال د اعدامونو، جنسي تېریو او شکنجې په ګډون په ظلمونو تورن کړل.

روسیې د زېلېنسکي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي ، مګر دمخه یې دا رد کړې چې د دوی سرتیرو ظلمونه کړي او ویلي یې دي، چې لوېدیځ د اوکراین جرمونه له پامه غورځولي دي.

زېلېنسکي له بوچا څخه د روسي سرتېرو د اېستلو د درېیمې کلیزې په مناسبت وویل: "د اوکراین په وړاندې د روسیې د تېري پورې اړوند له ۱۸۳۰۰۰ څخه ډېر جرمونه په رسمي ډول مستند شوي دي."

هغه زیاته کړه، چې د اوکراین له خوا د ۲۰۲۲ کال د فېبرورۍ راهیسې د بشپړ یرغل راهیسې مستند شوې شمېرو کې د اوکراین ډېری برخه شامله نه ده، چې روسیه یې اوسمهال اشغالوي.

زېلېنسکي وویل: "موږ اغېزمن نړۍوال قانون ته اړتیا لرو ترڅو زموږ د خلکو او ټولې اروپایی ټولنې د دې ډول ګواښونو څخه ساتنه تضمین کړي.د شر د پراخېدو د مخنیوي لپاره باید عدالت پلی شي. پر روسیې فشارونه او پر ضد یې بندیزونه اړین دي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې جګړه او ناوړه ګټه اخیستنه نوره پراخه نه شي."

د روسیې په وړاندې د جنګي جرمونو لویه برخه د اوکراین له خوا څېړل کېږي او په سیمه ییزه توګه محاکمه کېږي.

په هاګ کې د جرمونو نړۍواله محکمه چې اوکراین په رسمي توګه سږکال ورسره یو ځای شو، د لوړپوړو قضیو په اړه تحقیقات هم ترسره کړي.

نور خبرونه

رادیو