د افغان کډوالو یوه ډله چې له متحده ایالاتو څخه کوسټاریکا ته لېږدول شوې، وايي، افغانستان ته له بېرته لېږلو ویره لري.
مروه، چې د دغو کډوالو یوه غړې ده، وايي، که دوی افغانستان ته ولېږل شي، نو د طالبانو له لوري له خطر سره مخ دي ځکه چې د هغې خاوند له امریکا سره همکاري درلوده.
دغه ۲۷ کلنه افغانه مېرمن او د هغې خاوند د هغو ۲۰۰ پناه غوښتونکو په ډله کې دي، چې د افغانستان، ایران او روسیې په ګډون له مختلفو هېوادونو څخه راغلي او له متحده ایالاتو څخه کوسټاریکا ته لېږدول شوي دي.
د هغې خاوند، محمد اسدي د طالبانو له واک ته رسیدو دمخه له امریکایي شرکتونو سره کار کاوه.
دوی لومړی په ایران کې پناه واخیسته او دوه نیم کاله وروسته یې برازیل ته سفر وکړ او د کولمبیا او پاناما ترمنځ د خطرناک ځنګل له لارې متحده ایالاتو ته ورسیدل.
دا پناه غوښتونکي د پاناما پولې ته نږدې د کډوالو په یوه لنډمهاله مرکز کې ساتل کیږي، د وتلو اجازه نه ورکول کیږي او د دوی پاسپورټونه ضبط شوي دي.
تر اوسه پورې، هیڅ هېواد د دوی منلو ته چمتو نه دی.
کوسټاریکا، چې د کډوالو د منلو اوږد تاریخ لري، تر اوسه یې دغو خلکو ته پناه نه ده ورکړې.
مروه د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "که زه بېرته هلته لاړه شم، نو زه به مړه شم."
د فرانسې خبري اژانس یوې ډلې په پټه توګه د ودانۍ څخه بهر، په داسې ځای کې چې مروه د پولیسو له خوا څارل کیده، وتوانیدل چې له څو پناه غوښتونکو سره خبرې وکړي.
هغې زیاته کړه، « ما خپل پلار او تره له لاسه ورکړي دي. زه نه غواړم خپل خاوند یا ماشوم له لاسه ورکړم. په افغانستان کې، ټولې دروازې ښوونځي او پوهنتونونه د ښځو پر مخ تړلې دي».
مروه وویل: «زه یو انسان یم او زه د خپل ژوند د تیرولو څرنګوالی پخپله غوره کوم».
مروه په کمپ کې سختو شرایطو ته په اشارې سره وویل، « موږ بېرته افغانستان ته نشو تلای، خو موږ دلته هم نشو پاتې کېدای. موږ دلته کلتور نه پېژنو، موږ په هسپانوي نه پوهېږو، او موږ په نورو هېوادونو کې کورنۍ نه لرو».
د هغو کډوالو له ډلې څخه چې د مروه او د هغې د کورنۍ سره په ورته وخت کې اېستل شوي وو، ۷۴ یې خپلو هېوادونو ته ستانه شوي او شاوخوا ۱۰ نور به هم ډیر ژر بېرته ستانه شي.
اوس مهال، له سلو ډیر پناه غوښتونکي لاهم د کوسټاریکا د کډوالو په یو کمپ کې د خپل برخلیک په اړه پریکړې ته په تمه دي.