د بیان ازادۍ کور: د بیان ازادي په افغانستان کې د مبارزې وروستی سنګر دی

۴ ساعتونه مخکې

د بیان ازادۍ کور په نوم بنسټ، د طالبانو له لوري په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې پر رسنیو د ساکښو د انځورونو خپرولو د بندیز په غبرګون کې ویلي، د بیان ازادي په افغانستان کې د مبارزې وروستی سنګر پاتې دی.

دغه بنسټ له نړیوالو غوښتي چې د طالبانو د دغه کار په وړاندې غبرګون وښيي.

یاد بنسټ زیاتوي، په داسې حال کې چې طالبان د ځان په ګته له رسنیو څخه په پراخه کچه کار اخلي، او هره لحظه یې ویاندویان په رسنیو کې حضور لري، خو بلخوا بیا د همدغې ډلې د امربالمعروف او نهي عن المنکر له قانون څخه په استفادې پر رسنیو بنديزونه پلي کوي.

دغه بنسټ په اعلامیه کې اندېښنه څرګنده کړې، چې که د طالبانو له لوري په رسنیو بندیزونه دوام وکړي نو لېرې نه ده، چې په ټول افغانستان کې به وګړي اطلاعاتو ته د لاسرسي حق له لاسه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په یادو شویو ولایتونو کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې سیمه‌ییزو رسنیو ته د ساکښو د انځورونو د نه خپرولو دا امر یوازې د پیغامونو له لارې نه، بلکې په حضوري ډول هم رسولی او مسوولانو ته یې د نه پلي کیدو له امله د جدي پایلو خبرداری ورکړی دی.

د معلوماتو له مخې، دا مهال په بدخشان کې ۱۰ راډیوګانې او دوه خصوصي ټلویزیونونه، په بغلان کې یو ټلویزیون او پنځه خصوصي راډیوګانې، او په نیمروز کې دوه ټلویزیونونه او څلور راډیوګانې فعالیت لري.

سربېره پر دې، د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون او باختر خبري اژانس هم په دې ولایتونو کې فعالیت کوي.

د خبریالانو د حقونو فعالانو او ګڼو رسنیزو ادارو د طالبانو دا پرېکړه غندلې او دا یې د بیان ازادۍ ته یو بل جدي ګواښ بللی دی.

طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د افغانستان پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي، چې له امله یې ګڼ شمېر رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان له هېواده وتلي دي.

نور خبرونه

رادیو