د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغې ډلې تر واک لاندې د ارګ په مرمرینه ماڼۍ کې د اقتصادي غونډې پر مهال پرېکړه کړې، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې به د اوبو او برېښنا بندونو د جوړلو په موخه مطالعاتي پروژې پیل شي.
د هغه له دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، چې دغه پروژې به سږ کال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پیل شي.
په دې ډله کې د میدان وردګو ګړومبي بند، د بلخ قره تېري بند، د کندهار د شنه نري بند او د پکتیا د وچ نري بند پر مطالعاتي پروژو دغه ناسته کې بحث شوی دی.
ملا برادر په دغې ناسته کې پرېکړه کړې څو روان ۱۴۰۴ مالي کال کې دغه مطالعاتي پروژې شاملې کړي، چې د دغو بندونو سروې او د امکان سنجۍ چارې ژر تر ژره ترسره شي.
د طالبانو د اقتصادي کمیسیون په دې ناسته کې د کندهار د بای پاس لویې لارې، ارغستان بند پر جوړولو او له کابله تر جلال اباد د ۹۰ کېلومتره د برېښنا مزي غځول تر څنګ د شیخ مصري ښارګوټي د سب سټېشن چارو په تړاو بحث شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملا برادر په مشرۍ دغه ناسته کې د ملا هبتالله تر تاییدۍ وروسته د خصوصي سکټور سره د ننګرهار په حصارشاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د پانګونګې طرحه هم تایید شوې ده.
ویل شوي چې په دغه پروژه کې به پانګوال د برېښنا د تولید په موخه پنځوس میلیونه امریکایي ډالره پانګونه وکړي.
د تېر جمهوري نظام پر مهال هم د دغه پروژې هم د پیل کیدو خبرې شوې وې، خو بیا پسې بېرته سړې شوې او پر وړاندې یې لوی خنډ دغه صنعتي پارک ته نږدې د طالبانو وسله والو فعالیتونه یادیدل.
نا امنیو هغه مهال د دغه پروژې د پلي کیدو مخه نیولې وه، چې اصلي عاملین یې طالبان بلل کیدل، خو اوس طالبان په خپله واکمنۍ کې د دې پروژې د ژر تر ژره پیل کیدو خبر ورکوي.
طالبانو د عامه افکارو لاسته راوړلو او تبلیغاتو په موخه د رغنیزو پروژو خبرونه خپروي، خو نیوکې دا دي چې طالبان په عملي توګه خپلو دغو کړیو ژمنو ته وفاداره نه پاتې کېږي او یوازې د شعارونو تر حده وي.
طالبان داسې مهال د اوبو بندو د مطالعاتي پروژو د پیل کیدو پر سر خبرې کوي، چې خلک غوښتنې کوي، څو پر کونړ او نورو سیندونو بېښنا بندونه جوړ شي.
که څه هم په افغانستان کې پرېمانه اوبه شته، خو په سمه توګه یې مدیریت نه دی شوی او نه هم پرې کافي برېښنا بندونه جوړ شوي څو د برېښنا داخلي اړتیاوې پوره کړي.
د کارپوهانو په وینا، که یوازې د کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړ شي، نه یوازې به د هېواد داخلي اړتیاوې پوره کړي بلکې افغانستان به د دې جوګه شي، څو نورو هېوادنو ته هم برېښنا صادره کړي او له دې لارې پراخ عواید لاس ته راوړي.