د میډیا لاین په نوم یوې پاکستاني رسنۍ راپور خپور کړی، چې په تورخم کې شاوخوا دوه زره افغان ماشومان د توکو پر قاچاق بوخت دي او هره ورځ له څلور سوو نیولې تر پنځه سوو افغان ماشومان د کرښې دواړه غاړو ته قاچاقي توکي لېږدوي.
د یادې رسنۍ د راپور له مخې، په دې ډله کې پنځه کلن کوچنیان هم شامل دي، چې تر شپږ کیلوګرامه پورې قاچاقي توکي لېږدوي او له ډېره غربته یې دغه ستړي کار ته اوږې ورکړې دي.
د راپور له مخې دغه ماشومان د قاچاق د ځینو مافیایي کړیو له لوري په دغه روزګار ګومارل کېږي او د ډېرو لږو پیسو په بدل ترې فزیکي او ان ناوړه جنسي استفاده هم کوي.
پاکستاني چارواکو تازه د تورخم دروازې د بیا پرانېستل کیدو پر مهال خبر ورکړی و، ۵۰ تنه هغه ماشومان چې د قاچاقي توکو په لېږد رالېږد کې ترې ګټه اخیستل کېده طالبانو ته سپارلي دي.
د معلوماتو له مخې دغه ماشومان چې په کې نجونې هم شاملې دي د تېرو اونیو په اوږدو کې پر ډیورنډ کرښه پاکستاني ځواکونو نیولي وو.
د پاکستاني چارواکو په وینا؛ دغه ماشومان د ځینو مافیایي کړیو له لوري د سګریټو، برېښنايي وسایلو او نشه یې توکو د لېږد رالېږد لپاره ګومارل شوي وو.
پاکستاني چارواکو ویلي، دوی پرېکړه وکړه چې دغه ماشومان محاکمه نه کړي، بلکې د قبیلوي مشرانو په منځګړیتوب یې طالبانو ته سپارلي دي.
خو دا یوازې د یوې سترې ستونزې یوه برخه ده، ځکه چې اټکل کېږي زرګونه نور ماشومان لا هم په دې ناقانونه کاروبار کې ښکېل دي.
د خطر پر بنسټ ولاړه ګټه
ځايي سرچینو میډیا لاین رسنۍ ته ویلي، چې ان اته کلن افغان ماشومان هم د بارونو په دې لېږد کې بوخت دي.
ډېری دا ماشومان له هغو کورنیو سره تړاو لري، چې د تورخم فرضي کرښې اوسنۍ صفري نقطې ته ته نږدې اوسېږي.
دغه ماشومان کله کله د بار وړونکو موټر تر شا او لاندې پټېږي او یا هم په دغو بار وړونکو موټرو کې د جوړو شویو پټو کوچنیو خونو دننه پټېږي او توکي لېږدوي.
عدنان افریدي، د پاکستان د لنډي کوتل د پولیسو یو لوړپوړی افسر وايي: «له بده مرغه افغان ماشومان دې ته مجبوره شوي چې پر خطرناکو لارو دېخوارا واوړي، حال دا چې هېڅ پاکستاني ماشوم په دا ډول فعالیتونو کې ښکېل نه دی.»
افریدي زیاته کړې، چې دغه چاره د طالبانو تر واک لاندې په تورخم کې د ځینو مافیایي کړیو له لوري ترسره کېږي او د مشخصو قراردادونو په اساس له دغو کوچنیانو څخه ګټه اخیستل کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې د سپارل شویو ۵۰ ماشومانو له ډلې ۱۷ نجونې او ۳۳ هلکان وو، چې د سګریټو او نورو منعه شویو توکو په قاچاق کې یې رول درلود.
د هغه په وینا، شاوخوا ۷۰۰ نور ماشومان لا هم په دغه کار بوخت دي.
که څه هم پاکستاني چارواکو غوښتل دغه ماشومان د بهرنیانو د قانون ۱۴مې مادې پر اساس محاکمه کړي، خو د قبایلي مشرانو په منځګړیتوب دا پرېکړه لغوه شوه.
افریدي خبرداری ورکړ، که دغه ماشومان بیا د غیرقانوني عبور هڅه وکړي، «د سختو قانوني پایلو» سره به مخ شي.
په ستراټیژیکه نقطه کې بشري ناورین
د تورخم دروازه چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې تړلی وه، تیره اوونۍ بېرته پرانیستل شوه. که څه هم عام خلک اوس کولی شي له دې لارې سفر وکړي، خو د ماشومانو لهخوا د قاچاق جریان لا هم دوام لري.
تورخم، چې د پېښور لویدیځ ته ۵۵ کیلومېټره او د کابل ختیځ ته ۱۸۳ کیلومېټره واټن لري، د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو له مهمو تجارتي او مهاجرتي لارو څخه ده. خو دغه سیمه تل له لانجونو کونجو، تاوتریخوالي او بشري ناورینونو سره مخ پاتې شوې ده.
په اسلام اباد کې د افغانستان د چارو یو کارپوه سجاد ترکزی وایي، په تورخم کې د ماشومانو قاچاق له ډېرې اوږدې مودې راهیسې روان دی، خو له سترګو پټ ساتل شوی دی.
هغه زیاتوي: «دغه ماشومان له ډېرې مجبورۍ او لوږې څخه د کوچنیو، خو ګټورو توکو د قاچاق لپاره استثمارېږي. د پاکستان وروستۍ پرېکړه چې یو شمېر ماشومان یې بېرته افغانستان ته وسپارل، یوازې د دې ناورین یوه کوچنۍ بېلګه ده.»
ترکزی زیاتوي، چې په افغانستان کې هېڅ حکومت تر اوسه د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدام نه دی کړی.
نوموړی وړاندیز کوي، چې پر ډیورنډ کرښه بېلابېلو سیمو کې دې د تخنیکي زده کړو مرکزونه جوړ شي، خو زیاتوي: «د طالبانو حکومت دا ظرفیت نه لري، چې دا ډول حللاره عملي کړي.»
نجونې ماشومان له جدي خطرونو سره مخ دي
ماریا حیدري چې په کابل کې د ماشومانو د حقونو فعاله ده، وایي، د ماشومانو استثمار په ځانګړې توګه د فقر او د تعلیمي نظام د سقوط او نورو ستونزو پایله ده.
د نوموړې په خبره: «په ډېرو هېوادونو کې ماشومان د جګړو لپاره کارول کېږي، خو افغانستان یوازینی هېواد دی، چې دلته ماشومان د سګریټو او نورو توکو د قاچاق لپاره استثمارېږي او دا هم یوازې د یوه ډالر لپاره.»
عمران ټکر، چې په پېښور کې د ماشومانو د حقونو فعال دی تورخم د «ماشومانو لپاره د خطر لار» بولي او غوښتنه کوي چې نړۍواله ټولنه دې د دغه ناورین د حل لپاره لاس په کار شي.
هغه خبرداری ورکوي چې «ماشومان په دې سیمه کې د فزیکي، جنسي او رواني ناوړه استفادې ښکار کېږي او د قوانینو کمزوري دا استثمار لا اسانه کوي.»
یو لوړپوړي افغان طالب چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د دې راپور په غبرګون کې ویلي، د ماشومانو قاچاق «یوه د کار بڼه» ده او زیاتوي: «دا ماشومان سوال نه کوي؛ بلکې سخت کار کوي، څو خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي.»
طالبانو تر اوسه پورې د دغه ناورین او د ماشومانو د ژوند خوندیتوب لپاره هېڅ کومه مشخصه سټراټېژي نه ده اعلان کړې.