د طالبانو سترې محکمې د ملا هبت‌الله په امر د اختر په مناسبت دوه نیم زره بندیان خوشې کړل

AP ۱۴۰۴ وری ۹

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د ملا هبت‌الله د یوه ځانګړي فرمان له مخې یې «۲۴۶۳ هغه بندیان» چې د بښنې وړ و، له زندانونو خوشې کړي دي.

طالبانو همدا راز ویلي، چې مشر یې د څه باندې درې زرو نورو بندیانو د بنده موده راکمه کړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د (وري ۹مه) په یو خبرپاڼه کې زیاته کړې د دوی مشر ملا هبت‌الله د هېواد له بېلابېلو زندانونو څخه «۵۶۵۱ زندانیان» خوشې او د بند موده راکمه کړې ده. طالبانو دا نه ده په ډاګه کړې چې خوشې شوي زندانیان په کوم ډول جرمونو تورن وو.

د طالبانو په زندانونو کې د پخواني جمهوري نظام د امنیتي ادارو سلګونه کارکوونکي هم زندانیان دي، خو د طالبانو سترې محکمې په خپله خبرپانه کې دا نه ده څرګنده کړې چې په دغه بښنه کې دوی هم شامل دي که نه.

نږدې څلور میاشتې وړاندې د ننګرهار له زندانه د پخواني جمهوري نظام نږدې دوه سوه تنه پخوانیو منسوبینو په دغه ولایت کې د طالبانو والي ته لیک واستوه چې د دوی قضیې دې وڅېړي.

دغو پخوانیو امنیتي منسوبینو او سرتېرو نیوکه کوله چې په زندان کې یې برخلیک نامعلوم دی او ان د طالبانو محکمې یې قضیې هم مخې ته نه وړي.

نه یوازې ننګرهار بلکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پخواني جمهوري نظام کارکوونکي په زندانونو کې له ورته حالت سره مخ دي.

د طالبانو په زندانونو کې د بشري حقونو فعالان، د ښځو حقونو فعالانې او د پخواني نظام پوځیان له سختو شکنجو سره هم مخ شوي دي چې ځینې یې د دغه زور زیاتي له کبله مړه شوي هم دي.

همدا راز د طالبانو له بنده ځینې ازادې شوې ښځینه فعالانې ادعاوې لري چې طالبانو پرې د زندانونو دننه ډله ییز جنسي تېري کړي دي.

ځینو نورو بیا ادعاوې کړې، چې ان طالبانو ترې لوڅې ویډیوګانې کړي او د بدن ځینې ځانګړي غړي یې هم ورته ربړولي دي.

د طالبانو په زندانونو کې نه یوازې افغان وګړي پراته دي، بلکې د امریکا په ګډون تازه څلور تنه چینایان هم د دغو تنبو شاته اچول شوي دي.

پر دې سربېره راپورونه شته چې ملا هبت‌الله خپل شخصي زندان هم لري او د هغه په امر ځینې نیول کیدونکي کسان په کندهار کې په دغه زندان کې ساتل کېږي.

افغاني الاصله امریکايي وګړی محمود شاه حبیبي هم یو له دغو زندانیانو څخه دی چې د ملا هبت‌الله تر څار لاندې د هغه په شخصي زندان کې ساتل کېږي.

تر ملا هبت‌الله وروسته د طالبانو سیمه ییز قوماندانان هم خپلسري شخصي زندانونه لري او د صحرایي محکمو له مخې په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی سیمه ییز زورواکان خلک دغو زندانونو ته اچوي.

نور خبرونه

رادیو