د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په ۱۴۰۳ کال کې یې د ۴۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۵۹ ټنه، ځڼغوزي، بادام، پسته، چهارمغز او داسې نورې وچې میوې بهرنیو هېوادونو ته صادرې کړې دي.
د یاد وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد په یوه خپاره کړي ويډیو کلېپ کې ویلي، چې د وچو میوو دغه صادرات یې هندوستان، پاکستان، متحده عربي امارات، امریکا، انګلستان، کاناډا او نورو هېوادونو ته کړي دي.
د طالبانو دغه چارواکې په داسې حال کې د صادراتو څخه خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو په واک کې د احصایې او معلوماتو ادارې وویل، چې د روان کال په سلواغې میاشت کې د افغانستان په وارداتو او په صادراتو کموالی راغلی دی.
د یادې ادارې د راپور له مخې، د افغانستان واردات په سلواغې میاشت کې د ۲۱ مېلیونه ډالرو په کمښت یو زر او ۷۶.۱ مېلیون ډالرو ته راکښته شوي دي.
یادې ادارې دا هم ویلي، چې د افغانستان صادرات د ۱۸ مېلیونه ډالرو په کمښت ۱۴۴.۲ مېلیونو ته راټيټ شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې د دغه شمېرو په رڼا کې، د افغانستان سوداګري د کال په لومړۍ میاشت کې د پراخو ننګونو سره مخ شوې ده، چې کېدای شي د نړیوالو شرایطو او اقتصادي فشارونو له امله دا وضعیت په راتلونکي کې هم دوام وکړي.