خرم طالبانو ته: د علم له برکته نن ۱۰ میلیونه اسراییل د ۵۰۰ میلیونه عربانو په اوږو سپاره دي

۲ ساعتونه مخکې

د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر ماڼۍ د دفتر مشر کریم خرم د یونېسف د هغه راپور په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې ګنې تر ۲۰۳۰ کال پورې به څلور میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شي.

هغه طالبانو ته په اشارې ویلي، چې ۱۰ میلیونه اسراییل د علم پر مټ د ۵۰۰ میلیونه عربانو پر اوږو سپاره دي.

نوموړي زیاته کړې، که د یونېسف اټکل رښتیا شي، نو افغانستان به داسې ګوزار سره مخ شي چې خوار وجود به یې د جبران زیان هم ونه لري.

د هغه په خبره، داسې حالت به یوه فاجعه او دروند تاریخي بار وي.

کریم خرم وايي، د هېوادونو په غښتلتیا او پرمختګ کې «انساني سرمایه» خورا مهمه ده. هغه د طالبانو بندیزونو ته په شارې زیاته کړې، چې یو شمېر هغه مسلکي او تخصصي کسان چې په تېرو شلو کلونو کې یې بېلابېلو برخو کې ځانګړې وړتیاوې لرلې د هېواد پرېښودو ته مجبوره شوي.

د ارګ د دفتر دې پخواني رییس وايي، ډېری افغانان پر زده کړو د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له کبله د فرصت موندلو په هڅه کې دي،‌ څو لوېدیځو هېوادونو ته کډې وکړي.

هغه اندېښنه څرګنده کړې، چې نړۍ د بدلون په حالت کې ده او داسې یو حالت راتلونکی دی چې هېوادونه به ان بشري مرستې په شعارونو کې هم یادې نه کړي.

هغه طالبانو ته په اشاره کې دا هم زیاته کړې، چې د امریکا په ګډون د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په علم پر مټ په ټکنالوژۍ کې لوی لوی پرمختګونه کړي او ان د افغانستان غوندې هېوادونو کې ورته تر ځمکې لاندې هم هر څه په رڼه او ښه توګه ښکاري.

د طالبانو په واکمن کیدو سره که څه هم ډېری پخوانیو لوړ پوړو چارواکو هېواد پرېښود، خو کریم خرم لا هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په بېلابېلو ناستو کې څنګ په څنګ لیدل کېږي.

طالبانو څه باندې دوه کاله وړاندې د هغه ځانګړی خبري ټلوېزیون «کابل نیوز» هم وتړلو.

که څه هم په هېواد کې پر دغو پخوانیو چارواکو د سیاسي ناستو ولاړو محدودیتونه او بندیزونه شته، خو د کریم خرم په ګډون پخواني چارواکي یوازې په ټولنیزو رسنیو کې پر طالبانو څنګ زنې او اشاروي نیوکې کوي.

طالبانو په افغانستان کې سیاسي ګوندونو او شخصیتونو ته سرې کرښې ویستي او ان د ګوندونو پر فعالیتونو یې بندیزونه هم لګولي دي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ ورځو کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او بیا د پوهنځیو دروازې وتړلې او د امر ثاني په نوم لا هم بندې پاتې دي.

د طالبانو دننه هم یو شمېر کسانو د خپل مشر ملا هبت‌الله د دغه بندیز خلاف څرګندونې کړي دي،‌ خو بیا یې هم د خپل مشر په دریځ کې بدلون نه دی رامنځته کړی.

نور خبرونه

رادیو