طالبانو بدخشان، بغلان او نیمروز کې رسنۍ د ساکښو د انځورونو له خپرولو منعه کړې

۲ ساعتونه مخکې

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکړی، چې طالبانو په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې په سیمه‌ییزو رسنیو کې د ساکښو د انځورونو په خپرولو بندیزونه لګولي دي.

تر دې وړاندې هم طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې رسنۍ له ورته کار نه منعه کړې وې.

د یاد مرکز د معلوماتو له مخې، اوس د هغو ولایتونو شمېر لسو ته رسېدلی، چې طالبانو په کې د رسنیو له لارې د ژوند موجوداتو د انځورونو خپرول منعه اعلان کړي‌ دي.

د دغه مرکز په وینا، دوی ته د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې د مشرانو غږیز پیغامونه رسېدلي، چې په کې سیمه‌ییزو رسنیو ته سپارښتنه شوې چې دا بندیز پلی کړي.

دغه پیغامونه د واټساپ له لارې د خبریالانو او د ځايي‌ طالب چارواکو په ګډو ګروپونو کې استول شوي او په کې یادونه شوې چې د امر بالمعروف د قانون له مخې رسنۍ باید د ژونديو موجوداتو انځورونه خپاره نه کړي.

د افغانستان د خبریالانو زیاته کړې، د طالبانو د امر بالمعروف ادارې سیمه‌ییزو رسنیو ته دا امر یوازې د پیغامونو له لارې نه، بلکې په حضوري ډول هم رسولی او مسوولانو ته یې د نه پلي کیدو له امله د جدي پایلو خبرداری ورکړی دی.

د معلوماتو له مخې، دا مهال په بدخشان کې ۱۰ راډیوګانې او دوه خصوصي ټلویزیونونه، په بغلان کې یو ټلویزیون او پنځه خصوصي راډیوګانې، او په نیمروز کې دوه ټلویزیونونه او څلور راډیوګانې فعالیت لري.

سربېره پر دې، د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون او باختر خبري اژانس هم په دې ولایتونو کې فعالیت کوي.

طالبانو تېر کال د امر بالمعروف قانون تصویب کړ، چې د ۱۷مې مادې له مخې یې د ژونديو موجوداتو انځورونه اخیستل او خپرول منعه کړي دي.

د همدې قانون له مخې، د امر بالمعروف مسوولان کولای شي چې د رسنیو له لوري د ژونديو موجوداتو د انځورونو خپرول منعه کړي.

د خبریالانو یاد ملاتړ بنسټ خبر ورکوي، له دې قانون وروسته په قندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان او فراه ولایتونو کې هم د ژونديو موجوداتو د انځورونو خپرول منعه شوي دي.

دغه مرکز خبرداری ورکړی، چې د دې بندیز دوام به ټلویزیونونه له اطلاع رسونې په برخه کې له ګڼو خنډونو سره مخ کړي، چې د راډیوګانو او ټولنیزو شبکو د فعالیتونو محدودیتونه به هم زیات کړي او د رسنیو پر ازادۍ به بندیزونه لا پراخ شي.

د خبریالانو د حقونو فعالان او رسنیزو ادارو د طالبانو دا پرېکړه غندلې او دا یې د بیان ازادۍ ته یو بل جدي ګواښ بللی دی.

طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې د افغانستان پر رسنیو سخت محدودیتونه لګولي، چې له امله یې ګڼ شمېر رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان له هېواده وتلي دي.

نور خبرونه

رادیو