د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره په ناسته کې خوښي څرګنده کړې چې ګنې د ښو اقتصادي تګلارو پر انډول برابر چلند او نورو ته د زیان نه رسولو تګلارو له کبله یې له نړۍ سره په ډېپلوماتیکو اړیکو کې پرمختګ کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت رسنیز دفتر د (وري اتمه) په یوې خبرپانه کې د دغه ناستې په تړاو خبر ورکړی دی.
متقي ویلي، طالبان د جاپان په ګډون له ټولې نړۍ سره او اړخونو سره د «ابرومندانو اړیکو» ته لېواله دي.
نوموړي د جاپان ته د طالبانو د یوه لوړ پوړي پلاوي سفر ګټور بللی او د یاد هېواد له استازي یې غوښتي چې د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا لپاره ورسره ورته همکارۍ لا زیاتې کړي، څو د دواړو لوریو ترمنځ تعاملات لا ډېر شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې اوسمهال دوی په افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ کړی او د جاپان هېواد سفیر ته یې یاده کړې، څو د افغانستان دننه په لویو پروژو کې پانګونه وکړي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا خپل هېواد ته د طالبانو د پلاوي سفر ارزښتمن بللی.
په خبرپاڼه کې د جاپان د سفیر له خولې طالبانو لیکلي چې ګوندي د کوکنارو د کښت مخنېوي او له نشه یې پر ضد د مبارزې په برخه کې نوموړي د دوی ستاینه کړې ده.
طالبان داسې مهال له نړۍوالو سره د ښه تعامل ادعاوې کوي، چې دغه ډله لا تر اوسه هېڅ هېواد په رسميت نه دی پېژندلی.
کارپوهان په دې باور دي چې د چین، ایران او منځنۍ اسیا په ګډون نور ګاونډي هېوادونه له مجبورۍ طالبانو سره خپلې اړیکې پالي، ځکه دغه هېوادونه له افغانستان څخه ورت د پېښو اټکل شویو ګواښونو له مخې اړ دي چې یادې ډلې سره ډیپلوماټیکې اړیکې ولري.
له دې مخکې طالبانو د بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي او د چین پانګوال، خو بیا لا له وړاندې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کاني زېرمو پر قراردادونو بوخت دي.
اوس مهال چینایان تر بل وخت ډېر له طالبانو سره خوږې اړیکې لري او په بېلابېلو برخو کې یې ورسره اقتصادي اړیکې پراخې کړي دي.
ایران بیا یو بل ګاونډی دی چې له طالبانو سره یې خپلې راشه درشې ډېرې کړي، خو د طالبانو پخوانی متحد هېواد پاکستان بیا له دغه ډلې سره پر ډېپلوماټیکو ناندریو اخته دی.
دواړه لوري په ښکاره پر یو بل سخت تورونه پورې کوي او هره یو ګوته نېسي چې ګنې نا امنۍ یې ورته پېښې کړي دي.
پاکستان طالبانو تورنوي چې «ټي ټي پي» ته یې په افغانستان کې پناه ځایونه ورکړي او له هغې ځایه د دوی په هېواد کې ترهګریزې بریدونه پلانوي، خو برعکس طالبان بیا پر پاکستان دا تور لګوي چې ګوندې د دوی پر ضد په خپل هېواد کې د داعش وسله وال روزي او بیا افغانستان ته د بریدونو لپاره لېږي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ډېپلوماټیکې ناندرۍ داسې مهال دي، چې طالبان له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره په وار وار د ښه تعامل لرلو یادونې کړي دي.