طالبانو په کابل هوایي ډګر کې ۴ چینايان د سرو زرو د قاچاق په تور نيولي

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د سرحدي پوليسو ویاند خبر ورکړی، چې په کابل هوايي ډګر کې يې هغه ۴ چینايي وګړي نيولي، چې غوښتل يې خام سره زر قاچاق کړي.

عابدالله فاروقي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له دې کسانو سره یې ۶۷۸ ګرامه خام سره زر نیولي دي.

په کابل کې د طالبانو د سرحدي پولیسو ادارې د دې چینايي وګړو اړوند نور جزيات نه دي ورکړي.

طالبانو محلي رسنيو ته ويلي، چې نیول شوي کسان به تر لومړنيو پلټنو وروسته اړوند ادارو ته وسپارل شي.

د طالبانو تر واک لاندي په تېرو نژدې څلورو کلنو کې د نورو بهرنیو وګړو ترڅنګ په لوی شمېر چینایان هم د سوداګرۍ، پانګونې، سیاحت او له طالبانو سره د اړیکو د زياتېدو په موخه افغانستان ته سفرونه کړي.

فرانس ټلویزیون د ۱۴۰۳ کال د مرغومې په میاشت کې په یوه راپور کې لیکلي وو، چې چین په افغانستان کې د اقتصادي نفوذ د پراخولو او د طبیعي زیرمو د استخراج په لټه کې دی.

د طالبانو له سختو محدودیتونو او قوانینو سره سره، چین په دې وتوانید چې د ډیرو چینایي سیلانیانو او شرکتونو پام افغانستان ته واړوي.

چين د افغانستان زېرمې په جدي توګه تر نظر لاندې ساتلې دي.

افغانستان د مسو، سرو زرو، نفتو او قیمتي ډبرو سترې زیرمې لري، چې ټولیز ارزښت یې له زر میلیارد ډالرو زیات اټکل شوی دی.

یوه له مهمو پروژو د عینک مسو کان استخراج دی، چې له کلونو راهیسې په ټپه ولاړ و او د چین په پانګونې سره بیا پیل شو.

همدا راز چین د امو سیند په حوزه کې د نفتو د استخراج په برخه کې لوی تړونونه لاسلیک کړي او له ۲۰۲۴ کال راهيسي له دې منابعو د نفتو تولید پیل شوی دی.

په افغانستان کې لا هم امنیتي ننګونې موجودې دي.

په ۱۴۰۳کال د سلواغې په مياشت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې نامعلومو وسله والو د تخار په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې یو چینایي وګړی وژلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه کس ژباړن او موټر چلوونکى د پېښې له ځايه تښتېدلي او د طالبانو پوستې ته تللي دي.

د ١٤٠١ کال د ليندۍ په مياشت کې هم د کابل په نوي ښار کې د چينايي وګړو د اوسېدو پر يوه ځايي هوټل بريد شوى و، چې له امله يې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ١٨ نور ټپيان شوي وو.

نور خبرونه

رادیو