د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا د یوه امنيتي او ملکي پلاوي په مشرۍ نن ازبکستان ته لاړ.
د نوموړي ویاند حاجي زيد وايي، چې دغه پلاوي د ازبکستان په رسمي بلنه ترمز ښار ته سفر کړی.
طالبانو ويلي، چې ازبکستان ته د یوسف وفا په مشرۍ تللی پلاوی به د دغه هېواد له یو شمېر مسولينو سره وویني.
هڅه مو وکړه، چې د دې سفر په اړه په بلخکې د طالبانو له مطبوعاتي دفتر نور معلومات تر لاسه کړو؛ خو يې د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.
طالبانو د دغه سفر او اجنډا په اړه هم نور جزيات نه دي ورکړي.
یوه اونۍ وړاندي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف په مشرۍ ازبکستانی پلاوی په بلخ کې د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، سیاسي او اقتصادي اړېکو پر پیاوړتیا خبري کړې وې.
تر دې مخکې طالبانو د تېر کال د وږي په مياشت کې اعلان کړى و، چې د ازبکستان حکومت د بلخ د والي يوسف وفا په غوښتنه د مزارشريف ښار کې د يوې لويې ديني مدرسې د جوړېدو چارې پيل کړې دي.
د دې پروژې لګښت شپږ میلیونه امریکايي ډالره اټکل شوی دی.
ازبکستان طالبان په رسمیت نه پیژني، خو دغه هیواد له طالبانو سره په سوداګریزو، اقتصادي او امنیتي برخو کې اړیکې لري.