په اسلام اباد کې د روسیې سفیر ویلي، دا د پاکستان او افغانستان کې د طالبانو د حکومت ګډ مسولیت دی چې خپلمنځي پیچلې مسلې حل کړي. البرت خوروف وايي، روسیه چمتو ده، چې «د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.»
ښاغلی خوروف د روسیې له دولتي اژانس ریا نووستي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې پاکستان او افغانستان د روسیې مهم سیمه ییز ملګري دي، ځکه روسیه تل چمتو ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رغنده خبرو اترو لپاره مرسته وکړي.
د روسیې سفیر په پاکستان کې نامني ته په اشاره د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې له دغه هېواد سره همکاري اړینه بولي او وايي، په دې برخه کې اړینې ګډې هڅې دوام لري.
پاکستان له ټي ټي پي او روسیه له داعش اندېښنه لري او په دې باور دي چې په افغانستان کې دا دواړه ډلې مرکزونه لری.
څو ورځې وړاندې ښاغلي خوروف له یوې پاکستاني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي و، چې د ترهګرۍ پر ضد د افغان طالبانو هڅې کافي نه دي.
نوموړي ویلي و، چې داعش د روسیې ملي او سیمه ییز امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ دی.
البرت خروف وویل:«مسکو وضعیت له نږدې څاري او له خپلو سیمه ییزو شریکانو سره په څلور اړخیز چوکاټ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکاري کوي»
هغه له ترهګرۍ سره د افغانستان او پاکستان له مبارزې د مسکو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، د ډله ییز امنیت تړون هېوادونه په سیمه کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره په ګډه کار کوي.
په اسلام اباد کې د روسیې سفیر مخکې ویلي و چې مسکو چمتو دی چې د "مسکو فارمټ" له لارې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره منځګړیتوب وکړي.