د پنجشنبې په ورځ یوه چارټر الوتکه چې له اسلام اباده یې ۱۷۴ افغانان لېږدول، د جرمني د هانوفر ښار په لانګن هاکن هوایي ډګر کې کوزه شوه.
په دې الوتکه کې ۸۲ ښځې او ۹۲ نارینه شامل وو چې د جرمني حکومت د کډوالۍ د بېلابېلو پروګرامونو له لارې ویزې ورکړې وې.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دې ډلې له منځه ۷۴ کسان له ۱۸ کلونو کم عمرونه لري، چې ۹ ماشومان پکې تر دوو کلونو کم دي. الوتکه د هانوفر هوایي ډګر په ډي ترمینل کې ودرېده، چې له عادي الوتنو جلا دی.
دوېلیټ ټلویزیوني شبکې د رپوټ له مخې، درې تنه چې ټاکل شوې وه، جرمني ته لاړ شي، د امنیتي اندېښنو له امله سفره ګرځول شوي ډي.
د جرمني فدرالي پولیسو ددغو کسانو ویزې لغوه کړې دي، خو د دې اقدام لاملونه لا تر اوسه جوت نه دي.
د جرمني حکومت ټینګار کړی یوازې هغه افغانان ور تلای شي، چې مخکې یې سخته امنیتي ارزونه تېره کړې وي او واردمخه یې د قبلېدو رسمي ژمنې ترلاسه کړې وي.
د جرمني حکومت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۸۰۰ نور افغانان جرمني ته د تګ انتظار باسي.
تر هغه چې دوی ته د تګ اجازه ور کول کیږي، په اسلام اباد کې ددوی د استوګنې لګښتونه د جرمني د نړیوالې همکارۍ سازمان ور کوي.
له۲۰۲۲ کال څخه تر ۲۰۲۴ پورې د افغان کډوالو د استوګنې، خوړو، طبي خدماتو او رواني ملاتړ لپاره دغه سازمان۸۲،۷ میلیونه یورو لګولي دي.